fbpx

د افغانستان معلولینو ملي لوبډله ډک لاس هېواد ته راستنه شوه

خبریال وېبپاڼه / ۱۸ اګست ۲۰۱۹- د افغانستان معلولینو د کرکټ ملي لوبډله چې د معلولینو د نړیوال سېریز لوبو کې د ګډون په موخه انګلستان ته تللې وه، نن سهار ډک لاس هېواد ته راستنه شوه.

افغان معلولینو په نړیوال سېریز کې په پر له پسې توګه د انګلستان، پاکستان او بنګله دېش لوبډلو ته ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لاره وموندده او په نیمه پایلوله کې له انګلستان سیالي بایلوده.

د انګلستان په کوربه توب په نړیوال سیریز کې ټولې پنځه لوبډلې ولوبېدې چې له ډلې افغانستان، هندوستان، بنګله دېش، پاکستان او انګلستان لوبډلې شاملې وې.

په دې سیالیو کې انګلستان او هندۍ لوبډله پای لوبې ته ووتلې او په پایلوبه کې هندۍ لوبډلې انګلستان ته په ماتې ورکولو سره د نړیوال سیریز اتلولي په خپل نوم کړه.

په ټوله کې افغان معلولینو په دې سیریز کې ډیرې ښې سیالۍ نندارې ته وړاندې کړې، چې د افغانستان نوم یې یو ځل بیا په نړۍ کې وځلوه او په دریم مقام له دریو بریاوو وروسته هېواد ته راستنه شوه.

د یادولو ده د نړیوال سیریز وروسته د افغان معلولینو لوبډلې ځیني لوبغاړي د معلولینو د نړۍ په غوره یوولس کسیزه لوبډله کې هم ولوبېدل.

د معلولینو څخه جوړه شوې یوولس کسیزې لوبډلې د کوربه انګلستانۍ لوبډلې سره شل اوريزه لوبه ترسره کړه چې درې افغان لوبغاړي يې هم برخه وو.

په دغې سیالۍ کې انګلستان لوبډلې په شلو اورونو کې ۱۶۱ هدف ټاکلی وو چې د نړۍ د معلولینو لوبډلې د افغان لوبغاړو پر مټ ياد هدف پوره کړ.

د دې لوبې لوبډلمشر هم افغان لوبغاړی محمدالله و چې ۳۲ مهمې منډې یې جوړې کړې.دغه راز محمد اشرف ۴۰ او طفیل دوست خېل بیا ۳۵ منډې ترلاسه کړې.

Your SEO optimized title page contents