fbpx

لغمان کې د ښځو له خوا د لاسي صنایعو نندارتون پرانېستل شو

خبریال وېبپاڼه / ۱۸ اګست ۲۰۱۹ – په ختیځ لغمان ولایت کې د خپلواکۍ سلمې کلیزې په ویاړ د مېرمنو له لوري د د لاسي صنایعو یو ورځنی نندارتون او غونډه تر سره شوه.

د لغمان ولایت مقام څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې نن د دې ولایت د ښځو چارو ریاست په انګړ کې د لاسي صنایعو نندارتون او غونډه ترسره شوه، چې پکې یاد ریاست او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسوولینو سربیره یو شمیر ښځینه وو ګډون کړی و..

د ښځو چارو ریاست رئیسې نسیمه شفیق سادات په دې مراسمو کې وویل، د نن ورځې ننداتون او غونډې هدف دا دی څو ښځینه برخه د خپلواکۍ ورځې په ارزښت او اهمیت پوه شي او له دې لارې یې خپلو کورنیو ته ورسوي.

اغلې سادات په خپلو خبرو کې داهم وویل چې په لغمان ولایت کې ښځینه د پام وړ لاسي صنایع تولیدوي، خو بدبختي دا ده، چې څوک یی نه اخلي او بازار نه لري، اغلې نسیمې له چارواکو غوښتنه وکړه څو دغو لاسي صنایعو ته بازار پیدا کړي او وپلورل شي.

په دې غونډه کې اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی امر محمد نادر مخور وویل چې د دې ورځې په ویاړ غونډې جوړول، د ننداتون پرانېستل زموږ په نوي نسل مثبت تاثیر لري، هغوی ته زموږ د مړنیو اتلانو یادونه انتقالیږي.

خبر پاڼه وړاندې لیکي د نندارتون یوې ګډونوالې زهرا وویل،” چې زموږه لاسي صنایع ډیرې دي، موږ پدې برخه کې هلي ځلې کړي خو که چیرته دا همداسې پر موږ په کورنو کې پاتي شي نو موږ مجبور یو چې دا کار بس کړو او جوړې شوې جامې، ډول ډول لاسي صنایع ټول په کور کې پریږدو او خپلې چارې ودرو. نوموړې له افغان حکومته وغوښتل چې دوی ته دې نور د خرڅلاو زمینه برابره کړي.

د یادولو ده تېره ورځ ننګرهار کې هم د خپلواکۍ سلمې کلیزې په مناسبت د ښځو له خوا د لاسي صنایعو نندارتون پرانېستل شو، چې تر نن مازیګر پورې به دوام ولري.