fbpx

ولسمشر غني: افغانان جمهوریت او سوله غواړي

خبریال وېبپاڼه / ۱۸ اګست ۲۰۱۹ – افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالېزي د نمانځنې پر مهال په کابل کې وویل افغانان جمهوریت او سوله غواړي.

له ارګ په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په دغه ناسته کې د هیواد لومړۍ مېرمن، د شاه امان الله خان لوڼو شهزادګۍ هندیه، شهزادګۍ ناجیه او یو شمېر نورو لوړ پوړو دولتي مقاماتو حضور درلود، په پیل کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ادریس زمان وویل، موږ نن نه یواځې د افغانستان خپلواکي، بلکې د غازي امان الله خان او د بې شمېره اتلانو د خپلو خلکو د پالنې او خدمت ګټلې توانایي نمانځو.

نوموړي له نړیوال تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د هیواد د خپلواکۍ د ساتلو په خاطر د زرګونو ښځو او نارینه و د سرښندنو د ستاینې ترڅنګ زیاته کړه، نن افغانان یو مصمم او متحد ملت دی.

ولسمشر غني په دې ناسته کې وویل، موږ د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کالېزې په مناسبت د دارالامان او پغمان ماڼیو په ګډون د هيواد د فرهنګي میراث او تاریخي ودانیو یوه برخه ورغاوله او نورې یې هم د بیارغاونې په حال کې دي.

ولسمشر دغه راز وویل، د هېواد فرهنګي میراث او تاریخي بناوې یوازې ساختمانونه، نه دي، بلکې زموږ د ملي او تاریخي هویت ښکارندوی دي.

اشرف غني د نړېوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د امریکا متحدو ایالتونو، اروپایي او اسلامي هيوادونو، هند او نورو لېرې او نږدې ګاونډیو هېوادونو له سخاوتمندانه مرستو مننه وکړه.

ولسمشر څرګنده کړه چې افغانان جمهوریت او سوله غواړي او موږ د نړیوالې ټولنې تر څارنې لاندې د رڼو، ټولشموله او عادلانه ټاکنو ترسره کولو ته ژمن یوو، ترڅو د ملت جوړونې سفر چې زموږ سیاسي او فکري خپلواکي په کې خوندي وي، په بریالیتوب سره ادامه ورکړو.