fbpx

د خپلواکۍ په وياړ ۱۰زره ټنه شوکاڼی (تالک) او سکاره پاکستان ته صادر شول

خبریال وېبپاڼه / ۱۸ اګست ۲۰۱۹ – نن د ولسمشر محمد اشرف غني په لارښوونه د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په مناسبت ۱۰زره ټنه شوکاڼی او سکاره د ننګرهار ولایت څخه پاکستان ته صادر شول .

د ننګرهار ولایت مقام څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې نن د ولسمشر محمد اشرف غني په لارښوونه د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په مناسبت ننګرهار ګمرک څخه ۱۰زره ټنه شوکاڼی او سکاره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پاکستان ته د صادراتو لړۍ په ترڅ کې ولیږدول شول .

د شوکاڼي د صادرولو په مراسمو کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل، د چارو ادارې د سیمه ییزې همکارۍ سلاکار فریدون هاشمي،د ملي پروژو او پانګونې څخه د ملاتړ او همغږۍ رئیس عبدالباري بلوڅ او نورو سیمه ییزو چارواکو ګډون کړی وو.

د دې ولایت والي شاه محمود میاخیل وویل،د ولسمشر محمد اشرف غني په لارښوونه یې د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په مناسبت لس زره ټنه شوکاڼی او سکاره یې له دې ولایت څخه د یو کاروان په شکل د حسن نیت له مخې پاکستان ته ولیږل .

میاخیل زیاته کړه، له یادې چارې څخه یې موخه پر ځان بسیاینه ښودل دي او د خپلو تولیداتو په صادرولو سره په ګاونډي او نورو نړیوالو هېوادونو کې بازار پیدا کول دي،ترڅو له دې لارې مو اقتصاد پیاوړی شي.

د یادونې وړده،چې په ننګرهار کې د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په مناسبت ګڼ شمیر نور سیاسي، ټولنیز، علمي فرهنګي او تفریحي پروګرامونه ترسره شول او لاهم دوام لري.

Your SEO optimized title page contents