fbpx

هېتلر ته د شاه امان الله خان ځواب

خبریال وېبپاڼه/ ۱۸ اګست ۲۰۱۹ ـ د دویمې نړۍ والې جګړې په مهال چې د الماني نازیانو د مقتدر مشر هېتلر د قدرت او زور کیسې په ټوله نړۍ کې خپرې وې، غازي امان الله خان ته چې په روم کې و، یو لیک ولېږه او وړاندیز یې ورته وکړ چې په ۴۸ ساعتونو کې به یې بېرته د افغانستان پادشاه کړي، خو په دې شرط چې له خپلو عسکرو سره په شوروي اتحاد حمله وکړي او المان به د دوی هر ډول مرسته وکړي.

خو شاه امان الله د هېتلر دا وړاندیز رد کړ، خیرمحمد بایګان په خپل کتاب ” د سیاسي تاریخ څو داستانونو” کې امان الله ته د هېتلر لیک او ځواب یې داسې را نقل کړي دي:

“له معمول تشریفاتو وروسته، موږ پوهېږو چې د المان او افغان ملت دواړه له ارین توکم څخه دي، د همدې همتوکۍ او ورورۍ په اساس د المان دولت ژمن دی چې ګران ورور تاسې اعلیحضرت په ۴۸ ساعتونو کې بېرته د افغانستان د سلطنت په ګدۍ کېنوي. د سلطنت له ترلاسه کولو وروسته د المان دولت له تاسې غوښتنه کوي چې د افغانستان په شمالي سرحدونو باندې نظامي حمله وکړئ چې په دې خاطر به د المان دولت له تاسې هېڅ ډول مرسته و نه سپموي.

هیله لرو چې تاسې ګران ورور به زموږ دا وړاندیز ومنئ.

په درنښت

ادولف هېتلر

هېتلر ته د شاه امان الله ځواب:

ګرانه وروره ادولت هېتلر! ستاسې وړاندیز ما ته را ورسېد، تاسې محترم ته باید ووایم چې په هېڅ نوم او ډول زه په افغانستان کې د سلطنت تاج او تخت نه غواړم، په ځانګړې توګه کله چې یو بل هېواد ما ته د خپل وطن تاج او تخت تیاروي، که څه هم همتوکمی مې هم وي، سره له دې چې ستاسې سیاسي غوښتنې هم ورسره مشروطې وي، هېڅکله دې ته نه حاضرېږم چې د سلطنت د تاج او تخت د ترلاسه کولو په خاطر د افغان ملت حیثیت تر پښو لاندې کړم، هیله ده زما بښنه ومنئ.

په درنښت

امان الله  

هېتلر دا غوښتنه هغه وخت له امان الله خان وکړه چې نوموړی په ايټالیا کې د کډوال په توګه اوسېده او امکان لري چې دا غوښتنه د ايټالیا د صدراعظم موسولیني په مشوره شوې وي.

امان الله خان د ټولو خطرونو په منلو سره د هېتلر وړاندیز و نه مانه، له دې روایت څخه دا درک کولای شو چې امان الله خان څومره وطندوسته او له ځانه تېر انسان و. ایا که داسې یوه غوښتنه پاکستان د جهادي تنظیمونو له رهبرانو کړې وای، په هغوی کې به چا د دې وړاندیز د رد جرئت کړی وای؟ هېڅکله نه.

اوس که د جهل او تیارو، شر او فساد پیروان هېتلر ته د شاه امان الله خان له ځواب څخه کوم بل با غروره روایت لري، و دې وايي او و دې لیکي چې نور هم ترې خبر شي.

ژباړه: نسیم بهرام