fbpx

کندوز کې د خپلواکۍ په ویاړ د کرنیزو توکو نندارتون پرانېستل شو

خبریال وېبپاڼه/ ۱۸ اګست ۲۰۱۹ – نن د کندوز ولایت په مرکز کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د کرنیزو توکو نندارتون پرانیستنه وشوه.

د کندوز ولایت مقام څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د دې نندارتون په شاوخوا ۳۰ غرفو کې د کندوز د بزګرو کرنیز توکي او محصولات، وطني قالینې، د ښځو لاسي صنایع، تیارې شوې دي او تازه مېوې د دوو ورځو لپاره نندارې ته ایښودل کېږي.

یاد دوه ورځینی نندارتون به د زمري پر ۲۷ مه او ۲۸ مه نېټه د ټولو خلکو پر مخ خلاص وي سیمه ییز چارواکي وایي، له دغې نندارتون څخه یې هدف داهم دی چې خلک د خپل وطن له کرنیزو توکو، تولیداتو او محصولاتو په ښه توګه پوهاوی ترلاسه کړي.

خبر پاڼه وړاندې لیکي د دې نندارتون بل ښه والی به دا وي چې د کندوز بزګران او ښځې لا نورې هم وهڅولې شي تر څو خپلو دا ډول کرنیزو محصولاتو ښه والي او لاسي صنایعو تولیدولو ته زړه ښه کړي.

په پرانست غونډه کې د کندوز ولایت مقام مرستیال په ګډون، د بیلابیلو دولتي ادارو اوخصوصي سکټور مسوولینو، د ولایتي شورا غړو اوبزګرانو ګډون درلود.

د ولایت مقام مرستیال او سرپرست د کرنیزو محصولاتو بازار موندنه کې دغه نندارتون اغیزمن وباله او زیاتوي چې کندوز د کرنې له اړخه یو غني ولایت شمیرل کیږي.

د یادونې وړده،چې په کندوز کې د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په مناسبت ګڼ شمیر نور سیاسي، ټولنیز، علمي فرهنګي او تفریحي پروګرامونه ترسره شول او لاهم دوام لري.