fbpx

برج خلیفه به سبا شپه په وړیا ډول د افغانستان په بیرغ وپوښل شي

خبریال وېبپاڼه / ۱۸ اګست ۲۰۱۹ – په متحده عربي اماراتو کې د نړۍ تر ټولو دنګه ودانۍ برج خلیفه به د خپلواکۍ بېرته ګټلو د سلمې کالیزې په مناسبت سبا شپه د افغانستان په درې رنګه ملي بیرغ وپوښل شي.

دوبۍ کې د افغانستان کنسلګرۍ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د افغان جنرال کنسل عبدالصمد افغان په هلو ځلو به برج خلیفه سبا شپه د افغانستان پر بیرغ وپوښل شي او دغه کار به په  وړیا ډول ترسره کېږي.

افغان کنسل عبدالصمد افغان هم لیکلي چې سبا شپه به
د خپلواکی د سلمې کليزې په مناسبت به د نړی په دنګه ودانی ( برج خليفه ) د افغانستان په ملي بيرغ به په وړيا توګه روښانه کيږي .

افغان کنسل د امارات له حکومت څخه مننه کړې چې د ګڼ شمېر افغانانو غوښتنه يې ومنله او خپله دوستي يې د افغانستان سره لانوره هم پياوړي کړه.

سبا د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې دولتي چارواکي او عام افغانان ند خپلواکۍ ۱۰۰ مه کلیزه لمانځي .

افغانستان کې هم د خپلواکۍ بېرته ګټلو نمانځلو لپاره په پراخه کچه چمتووالی نیول شوی دی.

له نن څخه پوره سل کاله وړاندې په ۱۲۹۸ کال د زمري پر ۲۸ مه نېټه افغانستان د غازي امان الله خان په مشرۍ د وخت له ځواکمنې امپراتورۍ بريتانيا څخه د هېواد بشپړه خپلواکي وګټله.

غازي امان الله خان په ۱۹۱۹ کال اعلان وکړ، ”زه خپل ځان او خپل هېواد په بشپړ ډول خپلواک اعلانوم.”

له کلونو کلونو د زمري /اسد ٢٨ مه نېټه په افغانستان کې عامه رخصتي وي، دا جشن په خورا رنګينو، زړه راښکونکو، او شاندارو مراسمو پخوا هم لمانځل کېده او اوس هم ورته ډیر تیاری نیول شوی دی.