fbpx

محمد شهزاد د یو کلن بندیز سره مخ شو

خبریال وېبپاڼه / ۱۸ اګست ۲۰۱۹ – څو شېبې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ د ډسپلین یا انظباط کمېټې په رسمي ډول د ملي لوبډلې د لوبغاړي محمد شهزاد په اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړه او د یوه کال لپاره یې د نوموړي قرارداد پای ته ورساوه چې نوموړی د یادې مودې لپاره په هیڅ ډول رسمي کورنۍ او نړیواله لوبه کې ګډون نه شي کولی.

محمد شهزاد چې له دې وړاندې یې څو ځلې د افغانستان کرکټ بورډ له قوانینو او اصولو سرغړونه کړې، په همدې بنسټ نن د کرکټ بورډ د ډسپلین کمېټې پرېکړه وکړه او له امله یې نوموړی په هیڅ ډول لوبو کې ګډون نه شی کړی.

څو ورځې وړاندې محمد شهزاد په پاکستان کې د پېښور په یوې کرېکټ اکاډمۍ کې په غیر قانوني بڼه د افعان کرکټ بورډ له رسمي اجازې پرته د تمریناتو په حال کې لیدل شوی وو. د شهزاد محمدي دغې ډول کړنې سخت غبرګونونه راپارولي وو او ګڼ شمېر افغانانو د دغې موضوع د څېړلو غوښتنه هم کړې وه.

افغان کرکټ بورډ له دې پرېکړې څو ورځې مخکې ویلي وو چې شهزا محمدي له دې وړاندې هم دې ته ورته سرغړونې کړې وې چې د ادارې د ډسپلین یا انظباطي کمېټې له لوري ترې د پوښتنو او ګروېږنو غوښتنه شوې،خو نوموړی ورته نه دی حاضر شوی.

له دې وړاندې هم نوموړی د کرکټ نړیوال جام پر مهال د سرغړونې له امله د جولای پر ۲۰ او ۲۵مه د ادارې د انضباطي کمېټې له لوري راغوښتل شوی و، خو تر اوسه ورته نه دی حاضر شوی.

افغان کرکټ بورډ وایي، محمد شهزاد همدارنګه د ادارې له اجازې پرته څو ځلې له هېواده بهر تللی چې د اصولو پر بنسټ چې کله هم کوم لوبغاړی له هېواد بهر ځي نو له ادارې باید اجازه ترلاسه کړي.

د یادولو ده د افغانستان کرکټ بورډ ټولو افغان لوبغاړو ته سپارښتنه کړې چې دا مهال په هېواد کې د کرکټ لوبغاړو لپاره د تمریناتو په ډګر کې هر ډول اسانتیاوې رامنځته شوې او لوبغاړي اړتیا نه لري چې د تمریناتو په موخه نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

Your SEO optimized title page contents