fbpx

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

خبریال وېبپاڼه / ۱۸ اګست ۲۰۱۹ – له نن څخه پوره سل کاله وړاندې په ۱۲۹۸ کال د زمري پر ۲۸ مه نېټه افغانستان د غازي امان الله خان په مشرۍ د وخت له ځواکمنې امپراتورۍ بريتانيا څخه د هېواد بشپړه خپلواکي وګټله.

دلته درسره د غازي امان الله خان هغه ۱۰۰ ارمانونه شریکوو کوم چې هغه مهال د نوموړي په زړه کې و.

۱. افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري

۲. افغانستان قوی مالي نطام ولري

۳. افغانستان خپلې پیسې ولري

۴. افغانستان خپل تولیدات ولري

۵. افغانستان خپله بريښنا ولري

۶. افغانستان توکي ټولې نړۍ ته صادر شي

۷. افغانستان میلیاردونه صادارت ولري

۸. افغانستان غوره ټرانسپورټ ولري

۹. افغانستان د نړۍ په کچه کرنیز تولیدات ولري

۱۰. افغانستان د نړۍ د سیاحت مرکز وي

۱۱. افغانستان د نړۍ په کچه هوايي ډګرونه ولري

۱۲. افغانستان د نړۍ په کچه پوهنتونونه ولري

۱۳. افغانستان د نړۍ په کچه روغتونونه ولري

۱۴. افغانستان خپل درمل ولري

۱۵. افغانستان خپل کاغذ ولري

۱۶. افغانستان خپل غوړي ولري

۱۷. افغانستان خپل ګوګړ ولري

۱۸. افغانستان خپلې ښيښې ولري

۱۹. افغانستان خپل صابون ولري

۲۰. افغانستان خپل عطریات ولري

۲۰. افغانستان خپل جوس ولري

۲۱. افغانستان خپل فرنیچر ولري

۲۳. افغانستان خپل لبنیات ولري

۲۴. افغانستان خپل تیل لري

۲۵. افغانستان خپل مطبوعات ولري

۲۶. افغانستان خپل تباشیر ولري

۲۷. افغانستان خپل مرمر ولري

۲۸. افغانستان خپله اوسپنه لري

۲۹. افغانستان خپل ټوکر ولری

۳۰. افغانستان خپل شیریني ولري

۳۱. افغانستان خپلې چاپي رسنۍ ولری

۳۲. افغانستان خپلې قالینې ولري

۳۳. افغانستان عصري دولت ولري

۳۴. افغانستان خپلې مدرسې ولري

۳۵. افغانستان غوره سوداګر ولري

۳۶. افغانستان د بريښنايي حکومتولۍ سیستم ولري

۳۷. افغانستان د بانکوالۍ ښه سیستم ولري

۳۸. افغانستان د پیاوړي ګمرکي سیستم ولري

۳۹. افغانستان پیاوړی اقتصادي نظام ولري

۴۰. افغانستان پیاوړی سیاسي نظام ولري

۴۱. افغانستان د نړۍ په کچه د ټکنالوژي ولري

۴۲. افغانستان خپل هويت ولري

۴۳. افغانستان کې کروندګر خوندي وي

۴۴. افغانستان خپله مالدراي ولري

۴۵. افغانستان کې مامورین خوندي وي

۴۶. افغانستان کې سوداګر خوندي وي

۴۷. افغانستان کې د خلکو ځمکې خوندي وي

۴۸. افغانستان کې د خلکو ځان خوندي وي

۴۹. افغانستان کې بیکاري نه وي

۵۰. افغانستان کې بېسوادي نه وي

۵۱. افغانستان کې ګډوالي نه وي

۵۲. افغانستان کې لوږه نه وي

۵۳. افغانستان کې بېکوري نه وي

۵۴. افغانستان کې غیرې خوندي غذا نه وي

۵۵. افغانستان کې د څښلو پاکې اوبه وي

۵۶. افغانستان پیاوړي نظامي ځواکونه ولري

۵۷. افغانستان کې د ښځو عزت خوندي وي

۵۸. افغانستان چا ته اړ نه وي

۵۹. افغانستان کې فساد نه وي

۶۰. افغانستان کې ترهګري نه وي

۶۱. افغانستان کې غلامي نه وي

۶۲. افغانستان د نړۍ خلکو ته اړ نه وي

۶۳. افغانستان کې د جنګ له وجې کونډې نه وي

۶۴. افغانستان کې ورور وژنه نه وي

۶۵. افغانستان کې یتیمان نه وي

۶۶. افغانستان کې بې سرپرستي نه وي

۶۷. افغانستان کې جرګې خوندي وي

۶۸. افغانستان کې ودونه خوندي وي

۶۹. افغانستان کې جنارې خوندي وي

۷۰. افغانستان له جاسوسانو پاک وي

۷۱. افغانستان افغاني قوانین ولري

۷۲. افغانستان پیاوړی نظامي ځواک ولري

۷۳. افغانستان غوره رسنۍ ولري

۷۴. افغانستان غوره ښوونځي ولري

۷۵. افغانستان ملي شورا ولري

۷۶. افغانستان نړۍ سره وصل وي

۷۷. افغانستان اورګادي ولري

۷۸. افغانستان عصري سړکونه ولري

۷۹. افغانستان د اوبو بندونه ولري

۸۰. افغانستان نړۍ ته بريښنا صادره کړي

۸۱. افغانستان غوره صنعت ولري

۸۲. افغانستان غوره لاسي صنعت ولري

۸۳. افغانستان خپل موټر ولري

۸۴. افغانستان د ودانولو لپاره خپل سیمنټ ولري

۸۵. افغانستان خپل کتابونه خپله چاپ کړي

۸۶. افغانستان باسواده وي

۸۷. افغانستان کې ټول افغانان مساوي حقوق ولري

۸۸. افغانستان کې افغانان پيژند پاڼې ولري

۸۹. افغانستان نظامي خپلواکي ولري

۹۰. افغانستان سیاسي خپلواکي ولري

۹۱. افغانستان اقتصادي خپلواکي ولري

۹۲. افغانستان فرهنګي خپلواکي ولري

۹۳. افغانستان پريکړې په افغانستان کې وشي

۹۴. افغانستان باثباته هيواد وي

۹۵. افغانستان په نړۍ کې عزت ولري

۹۶. افغانستان د چا د سیالۍ ډګر نه وي

۹۷. افغانستان د هر افغان وي

۹۸. افغانستان په هر افغان پورې اړه ولري

۹۹. افغانستان خپلواک وي

۱۰۰. او افغانستان د هر افغان لپاره خپل وطن ګل وطن وي.

لیکوال: محمد داود نیازی

Your SEO optimized title page contents