fbpx

د جشن د ځنډېدو پرځای باید د ترهګرو ځالې ختمې شوې وای

خبريال وېبپاڼه/ ۱۹ اګست ۲۰۱۹ ـ افغان حکومت اعلان وکړ، چې د شنبې په شپه په کابل کې د قصر دوبۍ پر هوټل د ځانمرګي برید له کبله یې په دارالامان ماڼۍ کې د خپلواکۍ د جشن مراسم ځنډولي دي.
یاد برید د شنبې په ماخوستن د کابل په قصر دوبۍ هوټل کې د واده پر مراسمو وشو، چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۶۳ کسان شهیدان او تر سلو ډېر ټپيان شول.
سبا دوشنبه د اسد ۲۸مه د هېواد د خپلواکۍ سلمه کلیزه ده. ارګ د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د جشن د مراسمو له پاره مالیې وزارت ته امر کړی و، چې د دغې کلیزې د نمانځنې په موخه ۳۸۴ میلیونه او ۲۲۱ زره افغانۍ د ارګ ۹۱ کوډ اکاونټ ته واستوي، څو یاد مراسم په شانداره توګه ولمانځل شي؛ خو پر هوټل له برید وروسته ارګ دغه مراسم وځنډول، چې هېڅکله باید داسې نه وای شوي.
ارګ په دې اعلان سره ترهګرو ته بری ورکړ او ځان یې د هغوی پر وړاندې په مبارزه کې کمزوری او ناتوانه وښود، چې دا کار په ټولنه کې پوره منفي اغېز خورولی شي.
دا چې خپلواکي زموږ د تېرو اتلانو د لوی فکر او مېړانې کیسه کوي؛ نو د دغې لویې اتلولۍ او مېړانې د جشن مراسم باید د ترهګرو په دې ناځوانمردانه برید نه وای ځنډېډلي؛ بلکې دوی ته ښودل شوي وای، چې موږ تېر ویاړونه هم لمانځو او ستاسو شومې موخې هم شنډوو او ملت ته به دا څرګندوو، چې موږ د تېرو اتلانو لار نه پرېږدو او تر اخره یې تعقیبوو.
افغان حکومت د دې پرځای چې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د جشن مراسم یې ځنډولي وای، باید د ترهګرو ځالې یې په نښه او له بیخه ایستلې وای، چې په دې سره به یې خلکو او ملت ته د آزادۍ لپاره د ریښتینې مبارزې لار په ګوته او د تېرو اتلانو یاد به یې ور تازه کړی وای؛ خو داسې ونه شول.
د هېواد دښمن همدا غوښتل چې افغان ملت خپله بریا په خوښۍ ونه لمانځي او له خپلو تېرو مبارزینو او اتلانو همداسې بې خبره پاتې شي او له هغوی هېڅ انګېزه وانه خلي، چې ارګ یې په خپل دغه اقدام سره د هغوی دا موخې هم ور ريښتیا کړې.
دوښمن په خپل دې برید سره دوې بریاوې ترلاسه کړې؛ یو دا چې د افغانانو په خوله یې هغه موسکا تته کړه، چې د آزادۍ سلمې کلیزې ته یې کړې وه او بله دا چې ولسمشر غني د دارالامان د پرانیستي مراسم او همدارنګه په هغه ځای کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې مراسم وځنډول.
ټاکل شوې وه، چې د دوشنبې په ماښام به د ولسمشر اشرف غني په ګډون ګڼ شمېر نور چارواکي، بهرني ديپلوماتان او عام افغانان په دارالامان ماڼۍ کې راټولېږي او د خپلواکۍ سلمه کلیزه به لمانځي.
ليکوال: کبير حقپال