fbpx

ماشوم زوى ته داستانونه

لیکواله: نګین کرګر

د مور کیسې

خبریال وېبپاڼه / ۱۹ اګست ۲۰۱۹ – نن د وطن د خپلواکۍ سلمه کلیزه ده، پوره یوه پیړۍ وړاندې داسې په وطن باندي میئن خلک وو چې غوښتل یې وطن ازاده اوسي، د وطن د خاورې سره یې مینه درلوده ، او ویل به یې “نن د ټوپک وخت ختم شو اوس قلم راوخلئ”.

څوک چې په غربت کې اوسېږي  او د اروپاد رڼاګانو ښارونو کې هم ارامه احساس نه لري، د غربت باراني سړکونونه ته لاخپلې ګیلې کوي، د وطن هر خبر سره اوښکې تویوي ،  یا چې د برتانیې په ستیدیوم کې د وطن د کرکټ اتلان ګورې چې لاس په نامه خپل ملې سرود ته ولاړ دي او د انګریز په فضا کې د ویاړه ‌‌‌‌‌‌ډک درې رنګه بیرغ رپېږي او ملي سرود اوري نو د خوښۍ اوښکې نه یواځې زما د سترګو نه راښکته شي بلکې د هر افغان د زړه درزا هم ورسره مل شي او د جلا وطنۍ احساس یې د وطن د لیدو په حسرت بدل شې.

په جلاوطنۍ کې زمونږ افغانان شاعران شو، دوی فیسبوک ته شي او زړه تش کړي ، څوک شعر لیکي ، څوک نثر. څوک احوال اخلي، تکنالوجي بیا هم دا د لیریوالي درد څه کم کړ. کله چې زه خپلو بچو ته د وطن کیسي کوم نو زوی ما ته غوږ شي، ورته افغانی غیرت تعریف کړم بیا خاندې وایې مورې دا مانا نه ورکوي مونږ خو ټول یو شانته انسانان یو، کوم کوم انسانان بیا خاص دي، ما دخپل زوی نه زده کړل چې که د چا ونه جګه وي یا ټیټه، رنګ نه تور وي که سپین دا یو شان انسانان دي، بیا وطن رایاد شي چې څنګه د یو وطن خلکو یو بل سره ووژل. یو پښتون وایي بل هزاره، بل ازبک هر یو ځان د بل نه پورته ګڼي ، چا ته چې معیوب وي زما زوی وایي، دا خاص بنده دی ، ځکه خاص دنیا ته راغلې دی، بیا رایاد شي چې زما وطن کې په معیوب ملنډې وهل کیږي ، څنګه په یوه پیړۍ کې استعدادونه خاورې شول. شاه امان الله او اتاترک یوځاې دا نوښت راوړی و، نن د اتاترک په وطن کې اورهان پاموک د نوبل جایزه ګټي او د شاه امان الله وطن کې مجروح  په بزدلۍ وژنې، دا هم را یاد شي چې زما وطن کې ساینس ته خلک کفر وایي، او د اتاترک وطن ته خلک څیړنو ته ځي. د اتاترک وطن کې د کلیسا او معبد نه موزیم جوړ شوې زما وطن کې د امان الله ماڼۍ په کڼدواله بدله شوه، د اتاترک وطن کې ښځه او نر کار کوي د شاه امان الله وطن کې د ښځو پزې او غوږونه پرې کیږي او بیرحمه سپږن نارینه یې په قمچینو وهي ، د اتاترک وطن کې ښځې سبق وایې او څنګه چې غواړې هغسې ګرځي، زما وطن کې په ستیدیوم کې سنګسار شوې. د اتاترک وطن کې کلیسا جوړیږې او د شاه امان الله وطن کې د بامیانو لرغونی بودا نړیږي، او طبیعت هم د جام منار راوغورځوي، دا څه بې رحمې او بې تعادلي؟

بیا مې زوی وایې موری ما ته د افغانستان کیسې وکړه . زه ورته په ‌‌‌‌‌‌ډیرد جلا وطنۍ درد سره وایم، بچی ستا ‌‌‌‌‌‌ډیر خپلوان دي که ته لاړ شې نو ‌‌‌‌‌‌ډیر به دې وطن خوښ شي. هغوې ‌‌‌‌‌‌ډیر مینه ناک خلک دي بیا به دی ایپد او انترنت هیر شې، ‌‌‌‌‌‌ډیرې لوبې به وکړې، بیا وایې څنګه؟

او زه ورته یو یو وروپیژنم ، دا نشي تصور کولای چې نجونې دې مکتب ونلري با وجود ددې چې پیړۍ دمخه هلته د استقلال لیسه ، نجات لیسه، امانی لیسه، مستورات او د کوچیانو په سیمه کې مکتبونه شاه امان الله پرانیستې و، او بیا یې لایقه شاګردان ترکیه او مصر ته تحصیل لپاره تلل . یوه پیړۍ وروسته نن دا خلکو سره دا غم دی چې نجونې او هلکان جلا سبق ووایې، یا په کلیو کې لا نجونې مکتب نه لرې. بیا پوښتنه وکړی، نو دا نجونې ټوله ورځ څه کوي؟ سبق خو د راتلونکې لپاره مهم دی ، هر وخت ما ته وایي، چې سبق وایه خیر دی که په ځمکه ناست وي مونږ هم څوکۍ لرو خو ‌‌‌‌‌‌ډیر وخت په ځمکه کینو مکتب کې. او نوري داسې ‌‌‌‌‌ډیرې معصومې پوښتنې چې یواځې درد یې په وطن میئن کسان درک کولاې شې. وایې که کله جنګ نه ویې نو مونږ به بیا هلته ځو؟

وایم هو : د سولې خبرې روانې دي او که سوله راشې نو…

که سوله راشي بیا مونږ ځو ؟

هو بیا زه تاسو بیایم او وطن کې به په موټر او  بایسکل سره هرځاې کې وګرځو …. ‌‌‌‌‌‌ډیر طبیعت به وګورو ښایسته هوا لري، هر فصل خپله خاصه هوا لري، پاس په سالنګ به چکرې ووهو هندوکش هسک غرونه به وګورئ، پوهیږې د هندوکش جګې څوکې ته نوشاق وایې، ځکه خو ‌‌‌‌‌‌ډیر لوړ دی او بلې څوکيې ته یې د بابا غرونه وایې.

ولې د بابا غرونه؟

نه پوهېږم خو د وطن بابا ګان سخت مینه ناک دي کیداې شې ددې په خاطر به ورته د بابا غرونه وایي، نو ځکه خو به ‌‌‌‌‌‌ډیر خوند وکړي چې د لمر خاته په بدخشان کې سهار وختې وګورو. لاړ به شو  په چشمه صفا کې به میله وکړو بیا به بیرته مزار ته لاړ شو. د لاله د ګل میله او د امو سیند به وګورو د بزکشۍ سیلونه به وکړو، بیا به همداسی ګرځو د سلطان محمود غزنوی  ټاټوبی به وګورو  هلته د نړۍ یو مشهور عالم اوسیده هغه به ویل ” چې هیڅ داسې ملت نشته چې د احمقانو نه تش وي او دغه احمقان خپل پیر او امیر لري چې هغوي لا پسې احمقان دیي خو ددوي دغه حماقت باید د علم څخه لیرې وساتل شې  ”

پوهیږې چې دا څومره پياوړی و؟ 

وایې څنګه ؟

دا ساینس پوه وه، نوم یې ابوريحان البيرونی و . خپل د ژؤند ‌‌‌‌‌‌ډیره موده یې په غزني کې تیره کړه هغه به محمود غزنوی ته چې هغه وخت پاچا و په چارو کې مشوره ورکوله . البیرونی په ۱۰۱۷ کال کی هندوستان ته لاړ چې هلته هندوییزم او بودییزم ولولي.

نو هغه وخت د چا په مذهب کې د چا کار نه و؟

نه هغه وخت داسې نه و زویه ، بیا وروسته دې عالم ته د اندولوجي د بنسټ ګر او استاد لقب ورکړل شو. په غزنی کی البیرونی د محمود غزنوی سره د نجومي عالم په حیث کار کوه او  د سلطان ځینو جګړو کی هم ورسره وو ،خو کله چې د څلویښت کلنۍ نه واووخت بیا یې هند غوره کړ. البیرونی هغه وخت غوښتل پوه شي چې ځمکه ولې کروی ده، خلا ولې منځ ته راځي؟ او ولې ځیني طبیعي شیان  لکه منرالونه خپل مخصوص وزن لري ؟

په خپل معصوم فکر وایې نو دا عالم یا د ده شاګردان خو به یې داسې و لکه ستیفن هاوکینګ او د نړۍ نور ساینس پوهان، خو که جنګونه نه وای؟

هو زویه که جنګ نه وایې .

ښه نو بیا به چېرته تلو؟

بیا به دې بیامیانو ته بیایم د طالب په لاس وران شوی هسک بودا به وګورو او د امیر بند شنې رڼې اوبه به وګورئ. همداسې به لوګر کې درته دشت سقاوه او د مس عینک ښکاره کړم هلته ستا د نیکه کور هم دې بیا ، کابل کونړ جلال اباد ، لغمان،  او ټول وطن کی په بایسکل او موټر کې وګرځو . خو بچې ته به هرځاې کې د جنګ نښې وګورې ژوندۍ نښې .

هغه څنګه ؟

لکه کابل د پل سوخته پله لاندې ، هلته ژوندۍ روح ګرځي، خو ‌‌‌‌‌‌ډاریږې به نه، هغوې ‌‌‌‌‌‌ډیر معصومه دې او ژوند ، جنګ، مجاهد ، طالب، کمونست ورسره جفا کړې ده. هغوې د خپل ارامښت لپاره روږدې شوې دې او اوس څوک نشته چې مرسته ورسره وکړې.

ښه یعنې ‌‌‌‌‌‌ډرګ کوې؟

بیا به درته د ماهیپیر لاره ښکاره کړم هلته اول ځل المانانو سړک جوړ کړ او حتی د اور ګا‌‌‌‌‌‌ډي پټلۍ یې هم تیروله خو …  ، هلته لا نور غرونه او بندونه او اباسین هم شته دي خلک وایي چې د اباسین اوبه سرې دې د بی ګناه خلکو په وینو … او بیا ورته ووایم دې دا دنګ غرونه چې ګورئ مور مو د دې غرونو د وطن ده ، دا غرونه د کاکلې ځوانانو په وینو ساتل شوي دي، دې غرو ته هر یو دښمن پیړۍ مخکې په خپل وار راغلې دی چی راوینړوې  خو وی نشو کولای ، هر ځل کوښښ کوي چې  دا کار وکړي خو ناکامه شي، دې غرو کې د ښاپیریو او شهزداګانو افسانې  پرتې نه دي، دا غرونه د کوم وخت نه چی زما یادیږې د شاه زلمو په وینو ساتل شوي دي، دلته به د‌‌‌‌‌‌ډیرو ځوانانو روح ګرځي، او دا لړۍ اوس هم دوام لرې ، د افغان وینه بې قدره شوه اوس یې په مرګ مبارکیانې وایي ، اوس حورو ته خوشاله وي خپلې خیالې نړې ته چی څه وخت به ورځي؟ هغه هم د خپلو ورونو خویندو او بې ګناهو ماشومانو د وینو په بیه. هو ستا مور د دې غرني وطن نه ده ، خو زمونږ وطن دښتې هم لري ، هغه هلمند کې دي ، اوس هلته کربلا جوړه شوې ده پخوا به یې شګې درلودې، اوس هغه دښتې نه لیدل کیږې هرې خوا ته یې د روس ماینونو په سر د طالب ماینونه دي ، اوس هلته هر کنج کې غبرګ ماینونه د کافر او مسلمان لخوا  خوا په خوا ایښودې دې. او د ورځې څو بیګناه پرې الوځې لکه هغه د همیشه ګل ماشومان او د شفیع الله خور مروه  او ورونه یې چې په یوه کورنۍکې اوه واړه لاس او پښې نه لري. هو مورې هغه زه هم ‌‌‌‌‌‌ډیر خفه کړم زه پوهیږم چې د شقیع الله به فوتبال څومره خوښیږې.

هو بچۍ جنګ د کجکي بند هم وچ کړی دی او هلمند سیند کې د اوبو رنګ د سرتیرو په وینو سری دې. کندهار ته به هم لاړ شو چېرته چې سکندر یا الکساندر د ګریت راغلی و او کندهار ته یې الکساندریه ویل،  چیرته چې هوتکیانو گرگينان رامات کړې و. او هرات به هم وګورو، هلته هم په زوړ ښار کې لا دسکندر ، چنګیز او مغل اثار پاتې دي هرات ته یې پخوا هریوا ویل او د هریرود د سیند اوبه داسې رڼې وې چې خلکو به ورته هریا ویل ځکه ټوله هریوا یې زرغونوله نن ورته هریرود وایې . پوهیږې او وایې هلته یو زیارت دې چې خواجه غلتان ورته وایي که ځان دی ترې ښه وکوولو نو خدای دې هر سوال قبلوې. یعنې هر څه چې وغواړې خداې یې درکوي ، هو خو ځان به سم کولوې …  په خپل ماشومانه معصومیت وخاندې وایي دا څنګه ؟ دا خو امکان نه لري……… ؟

افتابی هست انجا کزتوسرشارم کند.

Your SEO optimized title page contents