fbpx

ولسمشر د خپلواکۍ په درناوي د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده

خبریال وېبپاڼه / ۱۹ اګست ۲۰۱۹ – ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په درناوي ملي دفاع وزارت کې د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې نن محمداشرف غني چې د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد یې ملتیا کوله او د ملي پوځ سرتېري په منظمو لیکو کې د هیواد له درې رنګه بیرغ سره په درناوي ولاړ وو، د خپلواکۍ د ګټونکي اعلیحضرت غازي امان‌الله خان په درناوي یې د استقلال څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

ولسمشر غني د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کليزې د نمانځنې په رسمي مراسمو کې وویل نن د افغانستان د ویاړلي استقلال د بېرته ترلاسه کولو سلمه کلیزه ده، دا له افتخاره ډکه ورځ دې ټول افغان ولس ته مبارک وي.

ولسمشر د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کليزې د شانداره نمانځلو څخه هدف دا وو چې ملت او ځوان نسل ته د هېواد پخوانۍ عظمت تداعي شي او په خپله خاوره او تاریخ افتخار وکړي او د استقلال قدر وکړي، د وطن پرستۍ احساس یې لا پياوړی شي.

هغه دغه راز وویل زموږ د آزادۍ او خپلواکۍ دښمن، زموږ د خلکو دښمن او د دې خاورې دښمن دا جشن او دا خوشالي نشوای لیدلی، دا دښمن زموږ د زړورو وسله والو ځواکونو سره مقابله نشي کولی، دوی زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو له برکته په هیڅ ډول زموږ د دغې خوشالۍ مخه نشوای نیولی.

ولسمشر څرګنده کړه له بده مرغه زموږ د وطن دښمن دومره نامرده، دومره بې غیرته او دومره ذلیل او پریوتی دی چې د واده په مراسمو یې تروریستي برید وکړ. یو کاملا ملکي ځای یې په نښه کړ، ماشومان او ښځې یې په نښه کړې او په ډېر وحشیانه ډول یې زموږ ښاریان په وینو ولمبول.

دغه راز وایي، د طالبانو او نورو تروریستانو وحشتونه د ټول ولس په حافظه کې ثبت دي، د بي دفاع وګړو د تلفاتو اصلي مسوولین طالبان دي او نورو تروریستي ډلو ته هم طالبانو د فعالیت بستر او زمینه برابره کړې ده.

ولسمشر داهم وویل، موږ به دا غچ په دوه ډوله اخلو. اول، موږ به د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونه نمانځو. د هغوی قدرداني به کوو، چې د خپلو وینو په بدل کې زموږ له استقلال او ملي بیرغ څخه دفاع کوي.

ولسمشر طالبانو ته په خطاب کې وویل طالبه! که افغان یې د افغان په وینه ودرېږه کنه موږ سره په دې خاوره کې شریک نه یې.

ولسمشر غني په وروستیو کې وویل، په تېرو کلونو کې د طالبانو او د مختلفو تروریستي ډلو اکثریت مشران د ډيورنډ کرښې په شرقي او جنوبي څنډو کې وژل شوي دي. دا زموږ ادعا ثابتوي چې د جنګ منشا او ځالې د ډیورنډ کرښې هاغه خواته دي.