fbpx

د خپلواکۍ په ویاړ د غازي امان الله خان په مزار د ګلونو ګېډۍ کېښودل شوه

خبریال وېبپاڼه / ۱۹ اګست ۲۰۱۹- نن د ننګرهار والي شاه محمود میاخيل د شاه غازي امان الله خان د کورنۍ غړو او د دې ولایت د یو شمېر نورو چارواکو په ملتیا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په مناسبت د خپلواکۍ د اتل غازي شاه امان الله خان په مزار د ګلونو ګیډۍ کېښوده .

سیمه ییز چارواکي وایي، د شاه غازي امان الله خان په مزار د ګلونو کېډۍ اېښودلو وړاندې ننګرهار والي او نورو مسؤلینو ته د ګډو ځواکونو منظمې شوې قطعې له لورې ځآنګړي تشریفاتي مراسم هم ترسره شول .

ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د خپلواکۍ د اتل شاه غازي امان الله خان په مزار د ګلونو ګیډې کېښودلو په مراسمو کې وویل” د شاه غازي امان الله خان ارمانونو د پوره کولو په موخه به د خپلواک او پرمختللي افغانستان او نورو برخو لپاره ځآنګړي هلي ځلي وکړي او خوښي يې وښوده، چې نن يې مزار په اصلي بڼه ورغول شو.

میاخیل په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د سل ورځو راهيسې په دې ولايت کې د خپلواکۍ سلمې کاليزې نمانځنې په موخه چمتووالی نيول شوی و او د خپلواکۍ په وياړ بېلابېل پروګرامونه تر سره شول او لاهم روان دي.

میاخېل داهم وویل چې د خپلواکۍ سلمې کاليزې په وياړ يې د شهيد يوسف ميړني او پښتونستان څلور لاري په نوي بڼه رغولي او همدا راز د ازادۍ څلی هم جوړ شوی او نن یې ګټې اخيستنې ته سپارلی دی.

تېره شپه هم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت په جلال اباد ښار او نورو ولسوالیو کې ځانګړي تفریحي پروګرامونه ترسره شول چې یو شمېر اورلوبې،موسیقي او نور یې هم ترسره شول.

له نن څخه پوره سل کاله وړاندې په ۱۲۹۸ کال د زمري پر ۲۸ مه نېټه افغانستان د غازي امان الله خان په مشرۍ د وخت له ځواکمنې امپراتورۍ بريتانيا څخه د هېواد بشپړه خپلواکي وګټله.

د یادولو ده له کلونو کلونو د زمري /اسد ٢٨ مه نېټه په افغانستان کې عامه رخصتي وي، دا جشن په خورا رنګينو، زړه راښکونکو، او شاندارو مراسمو پخوا هم لمانځل کېده او اوس هم دغه جشن په ښه شکل سرخ نمانځل کېږي.