fbpx

د اسیا په کچه دویم لوړ بیرغ ننګرهار کې د خپلواکۍ په ویاړ پورته شو

خبریال وېبپاڼه / ۱۹ اګست ۲۰۱۹ – نن د زمري پر ۲۸ مه نېټه د افغانستان د خپلواکۍ سلمې کلیزې په مناسبت د یو لړ پوځي مراسمو په ترڅ کې د افغانستان تر ټولو ستر ملي بيرغ د جلال اباد ښار ملي راډيو تلويزيون د تپې پر سر نصب او پورته شو.

نن له غرمې وړاندې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په شتون کې د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د تلویزیون په تپه د ۱۰۰ متره لوړوالي په اندازه د هېواد ملي بیرغ رپانده شو.

یاد جوړ شوی بیرغ په یوې سترې غونډۍ نصب شوی دی چې دغه ملي بیرغ ۳۵ متره سور او ۴۵ متره اوږدوالی لري چې نن د زمري پر ۲۸ مه نېټه د خپلواکۍ سلمې کلیزې په ویاړ په رسمي ډول اوچت کړی شو.

په دغه بیرغ ۷۳ لکه افغانۍ مصرف راغلی دی چارواکي وایي، چې دغه بیرغ به د ننګرهار د دوه ویشت ولسوالیو په ګډون د کوزې پښتونخوا له ځینو سیمو هم وکتل شي.

د ننګرهار ولایتي چارواکو خبریال ډاټ کام ته وویل” چې د ننګرهار د پخواني والي حیات الله حیات لخوا د جلال اباد تلویزیون تپې پر سر د سل متره لوړ دنګ بیرغ د نصبولو ژمنه شوې وه چې وسایل یې د اسد پر ۲۳ مه نېټه جلال اباد ته رارسېدلي وو او په نږدې پنځو ورځو کې په اساسي ډول نصب شو.

سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه بیرغ لپاره یې پولادي پایه له ایران څخه رابار کړې وه چې هرات کې د ګمرکي او امنیتي ستونزو له کبله ځنډېدلې وه چې وروسته د ننګرهار او کندهار واليانو په هڅو جلال اباد ته پر وخت راولېږل شوه او د خپلواکۍ په ویاړ نن نصب شوه.

د یادولو ده د دغه لوړ بیرغ پایه هم د ځمکې له سطحې ۱۰۰ متره دنګه ده چې پرون یې پایه او نن یې بیرغ په ځانګړو مراسمو سره نصب شو.