fbpx

د خپلواکۍ په ویاړ سیالۍ کې ګلبدین نایب راشد خان ته ماته ورکړه

خبریال وېبپاڼه / ۱۹ اګست ۲۰۱۹ – نن د افغانستان د خپلواکۍ بيرته اخيستو سلمې کليزې په وياړ په کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کې د افغان ځوانانو او افغان اتلانو لوبډلو ترمنځ د خپلواکۍ جام شل اوريزه لوبه ترسره شوه.

د خپلواکۍ سلمې کلیزې په ویاړ په دغې شل اوریزه لوبه کې د افغان ځوانانو لوبډلې لوبډلمشري د ګلبدین نایب او د افغان اتلانو لوبډلې لوبډلمشري د ملي لوبډلې اوسنی لوبډلمشر راشد خان په غاړه وه.

په دغې سیالۍ کې د ښې توپوهنې او ښې توپ اچونې پر مټ افغان ځوانانو د ګلبدین نایب په لوبډلمشرۍ په ۴۰ منډو افغان اتلانو ته ماتې ورکړه او د خپلواکۍ جام لوبه کې يې بريا خپله کړه.

د دغې سیالۍ پچه د افغان ځوانانو لوبډلې لوبډلمشر ګلبدین نایب وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه دوی په لومړۍ توپ وهنه کې افغان اتلانو ته په شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۰ منډو هدف وټاکه

د افغان ځوانانو لپاره په توپ وهنه کې ګلبدین نایب ۵۴، احسان الله جنت او حشمت الله شهيدي هر يوه ۴۵-۴۵ او نجیب الله ځدراڼ ۱۳ منډې وکړې.

د افغان اتلانو لوبډلې له لوري دولت ځدراڼ او فريد احمد دوه – دوه لوبغاړي وسوځل، دغه راز شاپور ځدراڼ او ضيا شريفي یو-یو لوبغاړی وسوځاوه.

د ۱۸۰ منډو د هدف په تعقيب کې د افغان اتلانو ټوله لوبډله په ۱۳۹ منډو وسوځېده او افغان ځوانانو د ۴۰ منډو په توپیر سره اتلانو ته ماته ورکړه.

د افغان اتلانو لپاره په توپ وهنه کې جاويد احمدي او درويش رسولي هر يوه ۲۸-۲۸ منډې وکړې، همدا راز فريد احمد ۲۲ او شرف الدین اشرف ۲۱ منډې جوړې کړې خو سیالي یې بایلوده.

د افغان ځوانانو له لوري يمين احمدزي درې ،سيد احمد شېرزاد او ظهير خان دوه – دوه لوبغاړي وسوځول همداراز، ګلبدین نایب، نجیب الله ځدراڼ او حميد حسن هم یو – یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

دا سیالي د ۴۰ منډو په توپیر سره افغان ځوانانو وګټله.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ګلبدین نایب ته ورکړل شوه، همدا راز د سټايلش لوبغاړي جايزه بيا حميد حسن ترلاسه کړه.