fbpx

لاریونوال: افغان حکومت دې د فاټا د ادغام په اړه ملګرو ملتونو ته شکایت وکړي

د خیبر پښتونخوا په ټولو سیمو کې تر اوسه د بریتانیا د مستعمرې د وخت قانون جاري دی.

په کابل کې لاریونوال وایي افغان حکومت دې د پاکستاني حکومت له خوا له خیبرپښتونخوا سره د فاټا د یو ځای کولو مسألې په اړه ملګرو ملتونو ته شکایت وکړي.

لاریونوال چې د افغان ژغورنې غورځنګ په نوم یوې ډلې په کابل کې د ملګروملتونو د دفتر مخ کې تنظیم کړی وو، ګډونوالو یې د دې پرېکړې پر ضد شعارونه ورکول او له افغانستان سره یې د قبایلي سیمو د یو ځای کېدو غوښتنه کوله.

د پاکستان سنا جرګې د تېرې جمعې په ورځ د قانون هغه مسوده، چې مخکې ملي اسمبلۍ تصویب کړې وه او ټولې قبایلي سیمې له خیبر پښتونخوا ایالت سره نښلوي، تاییده کړه.

د خیبر پښتونخوا په ټولو سیمو کې تر اوسه د بریتانیا د مستعمرې د وخت قانون جاري دی. افغان حکومت هم د شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستاني پارلمان دغه پرېکړه پارونکې بللې وه او په کلکو ټکو یې غندلې وه او دغه راز یې ویلي وو، چې په دې اړه له افغانستان سره سلا نه ده شوې او دوی ته د منلو وړ نه ده.