fbpx

د هند سینما محبوب او شتمن لوبغاړي

د بالیووډ لوبغاړي د هالیووډ لوبغاړو په پرتله ډېر کم عاید لري. لکه څرنګه چې بالیووډي فېلمونه د هالیووډي هغه په پرتله ارزانه پرېوځي او کم پلورل کېږي؛ خو دا د دې لامل نه کېږي چې د بالیووډ ستوریو له محبوبیت او عاید سترګې پټې کړو.

که بالیووډي لوبغاړي هرڅومره د نړیوالو سینمايي ستورو په پرتله کم عاید ترلاسه کړي، بیا یې هم خپل دغه عاید په هند کې او د هند د خلکو له پاره بیخي جګ او هيښوونکی دی. د دې مطلب په دوام کې به د هند سینما پر محبوب او شتمنو لوبغاړو لنډې خبرې وکړو.

امیرخان:

امیرخان پینځه کلن و، چې بالیووډ سینما ته داخل شو. هغه وخت نوموړی د بالیووډ ترټولو کوچنی غړی بلل کېده. د ښوونځي پرمهال یې له تنیس لوبې سره زیاته مینه پیدا شوه او وروسته د «ماهاراشترا» تنیس لومړۍ کس شو. د نورو هندیانو په څېر ډېر ژر عاشق شو؛ پر یوې نجلۍ چې د دوی له کور سره نږدې اوسېده، میین شو. ده نجلۍ ته د واده وړاندیز وکړ، هغې هم ومانه؛ خو د دنیا د رومانټيکو داستانونو په څېر د دواړو لوریو کورنۍ د دغه واده مخالفې وې. له همدې امله دوی دواړه وتښتېدل او له کورنیو لرې یې خپل ګډو ژوند پیل کړ.

د امیرخان هنري ژوند له واده وروسته لا چټک شو. نوموړي د هغو اړیکو پراساس چې په سینما کې يې درلودې، د سینما هرڅه یې په خدمت کې وو. په طنز، اکشن او نورو ژانرونو کې د نوموړي وړتیا د دې لامل شوه، چې د بالیووډ یو شتمن لوبغاړی شي. نوموړی له هغو لوبغاړو څخه دی، چې په یو وخت کې د دوو فېلمونو فرمایش نه مني او دا یوه داسې ځانګړنه ده، چې نوموړی د بالیووډ له نورو شتمنو لوبغاړو څخه جلا کوي.

امیرخان د وړاندیزونو د منلو یا نه منلو په برخه کې په چورت وهلو او شک کې شهرت لري؛ یعنې د یوه وړاندیز په منلو یا نه منلو کې زښت زیات چورت وهي او ډېر دوه زړی وي.

آمیتا بچن

آمیتا بچن له زده کړو وروسته بمبيي ته لاړ. هېڅکله یې دا فکر نه و کړی چې هلته راتګ او له راجیو ګاندي سره آشنایي به یې ژوند بدلوي او بالیووډ سینما ته به داخلېږي. امیتا بچن چې په افغانستان، پاکستان، ایران او نورو هېوادونو کې هم زیات پلویان لري، لومړنی بالیووډي کار یې اصلاً هېڅ ونه لیدل شو، بلکې د یوه دوبلر په توګه یې یوازې غږ خپور شو. نوموړی د هند د ستر شاعر «هریوانش رای باچان» زوی دی؛ خو له خپلې کورنۍ ډېر ژر جلا شو او واده یې وکړ. نوموړی د شوتا په نوم یوه لور او د آبیشک په نوم یو زوی لري. دا چې د بچن کورنۍ لوړ هنري استعداد درلود؛ نو د آبیشک ژوند یې هم بدل او بالیووډ ته یې داخل کړ.

آبیشک د هندي سینما له بریالۍ لوبغاړې آیشواریا رای سره واده وکړ. آمیتا بچن له اوویا کلونو تېرېدو وروسته اوسمهال هم د بالیووډ سینما ترټولو مشهور لوبغاړی او زیات پلویان لري. د هند خلک نوموړی د هند د کروړونو او امریکايي ډالرو یو ترکیب بولي؛ یعنې هم بې شمېره ډالر لري او هم بې شمېره هندي کروړونه.

سلمان خان:

نوموړي ته د هند سینما د بدچانسه شتمن لقب ورکړل شوی دی؛ ځکه په ۲۰۰۲ کال یې خپل لنډکروزر ټکر کړ. په دې ټکر کې یو سړی ومړ او څو نور ټپيان شول. سلمان ته د فېلمونو معجزه هم ویل کېږي؛ ځکه هر فېلمي صحنې ته چې داخلېږي، نو صحنه تر خپل اغېز لاندې راولي. نوموړی یو له هغو سینمايي لوبغاړو څخه دی، چې ګڼ شمېر هندي ښځي یې پلویانې دي. د نوموړي ځينې داسې فېلمونه هم شته، چې ډېر کمې پیسې یې ګټلې دي؛ خو دې کار هېڅکله د نوموړي د خیریه کارونو مخه نه ده نیولې. اوسمهال هم سلمان خان پر اېډز د اخته ناروغانو د درملنې له پاره په یوه خیریه مؤسسه کې خیریه کارونه کوي.

هریټیک روشن

 

روشن د تجارت او سوداګرۍ په برخه کې د لېسانس له ترلاسه کولو وروسته یو ځل بیا سینما ته راغی او دا ځل د  خپلو فزیکي ځانګړتیاوو لمخې د بالیووډ ترټولو محبوب اتل شو. نوموړي په دې ترڅ کې ګڼ جنجالي رولونه ولوبول؛ خو د خپل شخصي ژوند ترټولو لوی جنجال یې له خپلې څو کلنې کوژدنې او د فېلم جوړونې د صنعت له تاجرې، سوزان خان سره واده کول و.

شاهرخ خان

د بالیووډ د نورو پيسو جوړوونکو او شتمنو لوبغاړو په پرتله ښايي شاهرخ خان کومه هوايي ګټه او شتمني په لاس را نه وړي؛ خو  خپلو غیر سینمايي سوداګریزو فعالیتونو او بې کچې عوایدو ته په کتو یې د هند د ترټولو شتمنو کسانو په کتار کې راوستلای شو. شاهرخ خان په یوه متوسطه خو یوه سیاسي کورنۍ کې پیدا شو. نوموړی په اوسمهال کې په هر فېلم کې د لوبېدو په بدل کې لږترلږه ۱۲ کروړه پيسې اخلې؛ خو هغه څه چې دی یې د هندوستان د ترټولو شتمنو کسانو په کتار کې راوستی، هغه غیر سینمايي فعالیتونه دي.

ښايي ډېر کم کسان په دې پوه وي، چې نوموړی پوهنتون ته تر تګ او له هغه ځایه د تمثیل او لوبېدنې د فوق لېسانس تر دېپلوم مخکې، د کرېکټ د ملي ټيم کېپتان و. لکه څرنګه یوې معتبرې هندې ورځپاڼې راپور ورکړ، چې شاهرخ خان تر ۲۳۸ کروړه زیاتې پيسې لري؛ خو البته دا شمېره یوازې د شاهرخ خان د شتمنۍ هغه برخه ده، چې موږ یې له لرې وینو؛ ښايي د نوموړي د شتمنۍ کچه بیخي بې حسابه وي.

ژباړه: کبیر حقپال

دا مطالب له «جام جم آنلاین» څخه وژباړل شول او د نورو لوبغاړو په اړه هم دوام لري.