fbpx

برج خلیفه به نن شپه د افغانستان په بیرغ وپوښل شي

خبریال وېبپاڼه / ۱۹ اګست ۲۰۱۹ – ټاکل شوې ده چې نن شپه به په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان پر وخت ۹:۱۰ دقیقې د نړۍ تر ټولو دنګه ودانۍ برج خلیفه د خپلواکۍ بېرته ګټلو د سلمې کالیزې په مناسبت د افغانستان په درې رنګه ملي بیرغ وپوښل شي.

د متحده عربي اماراتو خلیج ټایمز ورځپاڼه هم لیکي چې نن شپه به برج خلیفه، چې د نړۍ تر ټولو لوړه او ښکلې ودانۍ ده، د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په ویاړ د دغه هیواد د ملي بیرغ په دریو رنګونو ښکلې شي.

دوبۍ کې د افغانستان کنسلګرۍ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د افغان جنرال کنسل عبدالصمد افغان په هلو ځلو به برج خلیفه نن شپه د افغانستان پر بیرغ وپوښل شي او دغه کار به په  وړیا ډول سره ترسره کېږي.

په ټولنیزو رسنیو کې د اماراتو د برج خلیفه د مسوول احمد المتروشي هغه مکتوب هم خپور شوی دی چې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ ته یې په کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ توده مبارکي ویلې ده او زیاته کړې یې ده چې نن شپه به د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د عمار دوبۍ یا برج خلیفه څراغونه د افغانستان د بیرغ په رنګ روښانه وي.

افغان کنسل د امارات له حکومت څخه مننه کړې چې د ګڼ شمېر افغانانو غوښتنه يې ومنله او خپله دوستي يې د افغانستان سره لانوره هم پياوړي کړه.

عبدالصمد افغان په اماراتو کې مېشتو افغانانو څخه غوښتي چې نن له ماښام وروسته دې ټول په دغې نه تکراریدونکي او له ویاړ څخه ډکو شېبو کې ګډون وکړي تر څو خوښي لا په سې څو چنده شي.

دغه راز نن د متحده عربو اماراتو رئیس شیخ خلیفة بن زاید آل نهیان ، صدر اعظم ، وزیر دفاع او د دوبی حاکم شیخ محمد بن راشد آل مکتوم ، د ابوظبی ولی العهد شیخ محمد بن زاید آل نهیان د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته ، د افغانستان د خپلواکی د سلمې کاليزې په مناسبت مبارکي هم ویلې ده.

د یادولو ده د برج خلیفه څراغونه تر اوسه د چین، هند، پاکستان، نیپال، سریلانکا او نورو هېوادونو د خپلواکۍ د کلیزو په مناسبت ښکلي شوي دي.