fbpx

زه او د خپل واکي ورځ‌ / روح الله زهیر

خبریال ویب پاڼه کابل / ۱۹ اګست ۲۰۱۹  تردې وړاندې هم هرکال د خپلواکۍ د بېرته اخېستو  ورځ نمانځل کېده؛ خو دا ځل چې پروړاندې یې  بې کچې ګواښونه هم موجود وو او  دښمن یې د ګډوډولو لپاره پوره تیاریانې نیولې وې او یوه شپه مخکې یې ناځوانمردانه برید هم ترسره کړ، د هېواد په ګوټ ګوټ کې خلکو په پوره مینې، ولولو او شاندارو مراسمو سره د هېواد خپلواکۍ سلمه کالیزه ونمانځله.

د دښمن پر بریدونو، چاودنو او ګواښونو سربېره، د خلکو لخوا په شور او ولولو سره د نن دوشنبې د اسد یا زمري د ۲۸ مې نېټې د خپلواکۍ د ورځې نمانځل د دوی دې وطندوستۍ او له آزادۍ سره د مینې د احساس ښکارندويي کوي، چې د دې احساس سرچینه یوازې او یوازې د آزادۍ د ساتلو لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني قوي هوډ او د دغې ورځې د شانداره نمانځلو لپاره د نوموړي پروګرامونه او هڅونې بللای شو.

ولسمشر غني غوښتل چې سلمه کالیزه په ډېرو شاندارو مراسمو نمانځي او له دې څخه یې موخه دا وه، چې ملت او همدارنګه ځوان نسل د خپل هېواد تېر عظمت وریاد کړي او په خپله خاوره و ویاړي. نوموړي دغه مراسم د تېرې شپې د تروریستي برید له امله وځنډول؛ خو خلکو ته یې دا احساس ورکړ، چې تاسو مو د خپل هېواد پخوانۍ عظمت او د شاه امان الله خان ویاړنې ښه په ولولو ونمانځئ.

په لومړي ځل غني د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د یوه ترټولو ستر او لوړ ملي بیرغ د جوړېدو امر ورکړ. د نوموړي دا کار له ځینو نیوکو سره مخ شو، چې کواګي پر دې بیرغ یې ولې دومره مصرف وکړ؛ خو د ده دغه کار هم د ملي احساس لمخې او د خلکو د ویښتابه او له آزادۍ سره د  هغوی دآشنايۍ او د آزادۍ په قدر د پوهېدو لپاره و.

زه خپله(لیکوال) د سلمې کالیزې د نمانځنې په موخه د ولسمشر اشرف غني هڅې او پروګرامونه ستایم؛ د ده هڅې د دې لامل شوې چې زموږ ملي بیرغ د نړۍ په ترټولو دنګه ودانۍ برج خلیفه باندې وښودل شي او دا هغه څه و، چې ماته یې هم د وطندوستۍ او آزادۍ یو داسې قوي احساس راکړ، چې ملي بیرغ مې پر اوږو واچاوه او  له شور او ولولو څخه په ډکه جذبه را ووتم او له خپلو سیالانو سره مې د ګران هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې مراسم په پوره احساس او سیالۍ سره ترسره کړل. د دوښمن د هيلو پر خلاف مو د وطندوستۍ او له خپلې خاورې سره د مینې احساسات څرګند کړل. هو! دا لومړی ځل و چې له خپلو هېوادوالو سره مې یو ځای د خپلواکۍ د سلمې کالیزې له نمانځنې او مراسمو خوند واخېست.

لیکوال: روح الله زهیر