fbpx

داکتر ذاکر نائیک رسمآ بخښنه غوښتې

خبریال وېبپاڼه / ۲۱ اګست ۲۰۱۹ – د هندوستان مسلمان مشهوره مبلغ داکتر ذاکر نائیک په مالیزیا هېواد کې د خپلې نژاد پرستانه وینا له کبله بخښنه غوښتې. خو پر وړاندې د مالیزیا پولیسو د هغه په ټولو فعالیتونو باندې بندیز لګولی دی.

راپورونه وایي، داکتر ذاکر نائیک په هند کې هم د تورو پیسو په سپینولو او کرکه لرونکې بیانونو په کولو سره تورن شوی دی چې له همدې امله نوموړی له دریو کلونو راهیسې په مالیزیا هېواد کې خپل ژوند کوي.

داکتر ذاکر نائیک له هند وروسته په مالیزیا کې هغه وخت له سختو نیوکو سره مخ شو، کومه ورځ یې چې د مالیزیا د نسلي او مذهبي اقلیتونو په اړه څرګندونې وکړې.

رسنۍ وایي، چې د دوشنبې په ورځ د مالیزیا پولیسو د نائیک څخه د همدې څرګندونو په تړاو نږدې لس ساعته تحقیقات وکړل او دې ته یې قانع کړ چې د ولس څخه بخښنه وغواړي.

ذاکر نائیک هغه وخت ویلي وو «په مالیزیا کې هندوانو ته په هند کې د مسلمانانو په پرتله سل فیصده ډیر حقونه ورکول کیږي.» هغه دا هم ویلي ول چې مالیزیایي چنایان په دې هیواد کې د میلمه په څیر ژوند کوي.

د مالیزیا یو شمېر سیاسي مشران وایي، په دې هېواد کې د نسل او مذهب موضوع تر ټولو سخته او حساسه بلل کېږي چې دا مهال په دې هېواد کې ۳۲ میلیونه نفوس موجود دی چې په دې کې ۶۰ سلنه یې مسلمانان دي.

د پولیسو د لس ساعتونو له تحقیقاتو وروسته داکتر ذاکر نائیک وویل” زه د خپلو څرګندونو په تړاو بخښنه غواړم، خو وایي، هیڅ کله هم توکمپاله نه دی. هغه زیاته کړه چې د هغه وینا په غلط تفسیر وړاندې شوې ده او حتمآ په کې لاسوهنه شوې ده.

بلخوا پرون سې شنبه داکتر ذاکر نائیک یوه خبر پاڼه خپره کړې او په کې لیکلي ” زما اراده دا نه وه چې د کوم شخص یا ټولنې زړه آزار کړم. دا د اسلام د اساسي اصولو خلاف کار دی او زه د زړه له کومې د دغې غلطفهمې له امله معذرت غواړم.»

د یادولو ده ذاکر نائیک په مالیزیا کې د دایمي استوګنې اجازه لري، خو د هغه تر دغې سختې وینا وروسته د دې هیواد یو شمیر وزیرانو د هغه د اخراجولو غوښتنه کړې ده ،خو ولسمشر یې ورته پوره ازادي ورکړې ده.