fbpx

عبدالله د افغانستان لپاره د ناروې له ځانګړي استازي سره کتلي

خبریال وېبپاڼه / ۲۱ اګست ۲۰۱۹ – د افغانستان اجرایه رئیس ډاکټر عبدالله عبدلله نن د افغانستان لپاره د ناروې له ځانګړي استازي سره کتلي دي، نوموړي په دې ناسته کې پر مهمو موضوعاتو بحث کړی دی.

د اجرایه ریاست څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د عبدالله عبدالله په دې لیدنه کې تر ډیره دواړو لوريو د ولسمشریزو ټاکنو، د سولې پر روانو هڅو او د بين الافغاني خبرو د زمینې په برابرولو سره بحث کړی دی.

په دې جوړه شوې ناسته کې د ناروي ځانګړي استازي پیرالبرت الساس ویلي، ناروي چمتو ده چې د پلان شوې بین الافغاني خبرو لپاره زمینه برابره کړي او ددې ناستې کوربه توب ته هم غاړه کېږدي.

خبر پاڼه په وروستیو کې لیکي، چې عبدالله عبدالله او د ناروي استازي د سولې د خبرو تر څنګ پر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو هم ډیرې خبرې کړې دي.

له دې وړاندې هم عبدالله عبدالله په خپلو څرګندونو کې د ټاکنو په تړاو ویلي وو” افغان پولیس مسوولیت لري چې د ټاکنو امنیت خوندي کړي او په ټاکنو کې د مداخلو او درغلیو مخه ونیسي.

د نوموړي پر وینا د افغانستان ټولې امنیتي ادارې دې د ټاکنو د امنیت په تامین کې په پراخه توګه برخه واخلي او د یو مسوولیت له مخې دې د هغو کسانو مخه ډب کړي چې غواړي راتلونکې ټاکنې د بحران سره مخ کړي.

Your SEO optimized title page contents