fbpx

نوولس کلنو اسیا جام کې افغانستان له پاکستان او هند سره قرار لري

خبریال وېبپاڼه / ۲۲ اګست ۲۰۱۹ – د سریلانکا په کوربه توب د ۲۰۱۹ کال اسیا جام سیالیو په جدول کې افغانستان په الف ګروپ کې قرار لري؛چې ورسره هندوستان،پاکستان او کويټ لوبډلې هم شاملې دي.

د سریلانکا په کوربه توب د نوولس کلنو اسیا جام سیالیو کې ټولټال اته لوبډلې ګډون کوي،چې په دوو ګروپونو ویشل شويدي.

په (الف) ګروپ کې افغانستان، هندوستان، پاکستان او کويټ لوبډلې قرار لري.

په (ب) ګروپ کې سریلانکا،بنګله دېش،امارات او نيپال لوبډلې قرار لري.

دغه پنځوس اوریزې سیالۍ به د راتلوونکي سپټمبر میاشتې په پنځمه نېټه پیل شي چې د سپټمبر تر څوارلسمې نېټې پورې به دوام وکړي.

افغانستان به په خپل ګروپ کې لومړۍ سیالي د سپټمبر په پنځمه نېټه د سیال هېواد پاکستان خلاف ترسره کړي، د ګروپ دوهمه سیالي به د سپټمبر په اوومه نېټه د کويټ خلاف او وروستۍ سیالي به د سپټمبر په نهمه نېټه د هندوستان لوبډلې خلاف ترسره کړي.

د نوولس کلنو اسیا جام سیالیو لومړۍ پړاو په ۱۹۸۹ میلادي کال کې د بنګله دېش په کوربه توب ترسره شوی وو، چې د هند په اتلولۍ سره پای ته ورسید. دوهم پړاو یې څوارلس کاله وروسته په ۲۰۰۳ کال کې پاکستان کې ترسره شو،چې هند په کې اتلولي خپله کړه.

د نوولس کلنو لوبډلو ترمنځ د اسیاجام سیالیو زیاتې اتلولۍ هندۍ لوبډلې ګټلي،چې پنځه ځلې یې د یادو سیالیو اتلولي خپله کړي.

یاده دې وي چې افغانستان هم په ۲۰۱۷ کال کې د یادو سیالیو په فاینل لوبه کې سیالې پاکستانۍ لوبډلې ته د ۱۸۵ منډو په توپیر سختې ماتي په ورکولو سره د یادو سیالیو اتلولي خپله کړي وه.

عزیزي