fbpx

د حیوان صحت ته د پام نه کولو له کبله یوه ښځه جریمه شوه

خبریال وېبپاڼه / ۲۲ اګست ۲۰۱۹ – د ايرلینډ په بيلفاسټ ښار کې يوه ښځه له دې کبله د لس کلونو پورې د حیواناتو د نه ساتلو بندیز سره مخ شوه، چې د يوې اسپې بچۍ روغتيايي حالت، ته يې پام نه وو کړی.

ياده ميرمن چې پيليس برنز نومیږي د لېزبن مګسټرئټس ځايي محکمې لخوا پنځه مياشتې محفاظوي بند، دوه کاله د هغې دنده ټال، او لس کاله د حیواناتو پاملرنې څانګې کې د کار کولو له بنديز سره مخ شوه.

يادې محکمې ويلي چې د برنز جرم هغه مهال را څرګند شو، کله چې د حیواناتو د پاملرنې يا روغتایي ګروپ يې فارم څخه ليدنه وکړه او دوی د یوې آسپې بچۍ چې پښه يې ماته شوې وه، پيدا کړه.

د محکمې په وینا چې د ياد حيوان تداويی برخې ته د زیاتې مودې راهیسې پام نه دی شوی او له همدې کبله يې میرمن برنز د لسو کلونو پورې د حیواناتو د نه ساتلو له بندیز سره مخ کړې. دغه شان نوموړي میرمن ۶۰۰ ایرو نغدي جریمه هم شوې ده.