fbpx

سهواک: کوهلي به د ټنډولکر زیات ريکارډونه مات کړي

خبریال وېبپاڼه / ۲۲ اګست ۲۰۱۹ – د هند کریکټ ملي لوبډلې اوسنی مشر او د منډو ماشين ويراټ کوهلي هم په کريکټ کې د هند پخواني لوبغاړي سچن ټنډولکر په نقش قدم روان دی او د منډو په برخه کې نه ودريدونکی دی.

ليرې نه ده چې نوموړی به په لنډ وخت کې د سچن راميش ټنډولکر زیاتره پخواني ریکارډونه مات کړي.
د هند کریکټ ملي لوبډلې پخواني نامتو پيليز لوبغاړي ورېنډر سهواک وايي، په اوسني نسل کې ویراټ کوهلی تر ټولو بهترين لوبغاړی دی او په ډیر کم وخت کې به د سچن ټنډولکر زياتره پخواني ریکارډونه مات کړي.خو نوموړي دا هم وويل چې د سچن ټنډولکر ځينې داسې ريکارډونه هم شته، چې هيڅ لوبغاړی به يې مات هم نه کړي.

سهواک وویل:
(( په اوسني وخت کې چې ويراټ کوهلی په کومه طريقه لوبې کوي، منډې او سليزې جوړوي. زه باوري يم چې هغه به د ټنډولکر زياتره ريکارډونه مات کړي، خو يوازينۍ ريکارډ چې هيڅ لوبغاړی به يې مات نه کړي، د ۲۰۰ ټيسټ لوبو ترسره کول دي فکر نه کوم چې کوم لوبغاړی دې، تر ۲۰۰ پورې ټيسټ لوبې وکړي.))

ويراټ کوهلي د ويسټ انډیز خلاف په وروستي يو ورځني سيريز کې پرلپسې لوبو کې دوه سليزې ووهلې، چې د سليزو شمير يې ۴۳ ته پورته کړ او د ټنډولکر ريکارډ ماتولو څخه يوازې اووه سليزې لېرې دی.

کوهلي اوسمهال په ۲۳۹يو ورځنيو لوبو (۲۳۰ اننګزونو يا پاڼيو) کې په څه باندې ۶۰ اېوريج سره ټولټال ۴۳ سليزې جوړې کړې دي. خو سچن ټنډولکر بیا ۴۶۳ يو ورځنیو لوبو (۴۵۲ اننګزونو) کې په ۴۴،۸۳ اوسط سره، په مجموعي توګه ۴۹ سليزې جوړې کړي دي. دغه شان يې ټولټال ۱۸۴۲۶ منډې جوړې کړې دي.

ويراټ کوهلي په ټيسټ کريکټ کې بیا د سچن ټنډولکر ریکارډ ته د رسيدو لپاره اوږده لار په مخکې لري. کوهلي اوسمهال په ۷۷ ټيسټ لوبو او ۱۳۱ اننګزونو کې ۲۵ سليزې جوړې کړې دي.خو ټنډولکر بیا په ۲۰۰ ټيسټ لوبو او ۳۲۹ اننګزونو کې ۵۱ سليزې جوړې کړې دي.

سره ددې چې ويراټ کوهلي د فزیکي پلوه فېټ لوبغاړی دی، خو بیا هم ځينې کسان د هغه په پرتله اسټرالياوی سټيو سمهت يو ښه لوبغاړی يادوي. په خپله سهواک له دې نظريې سره موافق نه دی او ويراټ کوهلي پرې غوره ګڼي.

د هغه په وينا که د توپ وهنې پرمهال د سمېت او ويراټ کوهلي لوبې ننداره کړئ.د سمېت په پرتله د ويراټ کوهلي په سترګو کې يو قسم خوښي ښکاري او په ښه انداز لوبه کوي او له همدې کبله په نړۍ کې لومړۍ توپ وهونکی دی.

عزیزالله عزیزي