fbpx

افغان حکومت د پاکستان توغندییز بریدونه په کلکه غندلي دي

خبریال وېبپاڼه / ۲۲ اګست ۲۰۱۹ – افغان حکومت د کونړ ولایت پر ځینو برخو د پاکستان د توغندییز بریدونه په کلکه غندلي دي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي وايي پر افغان خاورې د پاکستان وروستي راکیټيز بریدونه په کلکه غندو، نوموړي داهم ویلي، چې د پاکستان دا عمل د نړیوالو اصولو خلاف دی او په افغانستان او سیمې کې د سولې او ثبات په برخه کې د پاکستان نه ژمنتیا ښکاره کوي.

دوه ورځې وړاندې د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال خبر ورکړی وو چې د پاکستان له لوري د کونړ په شلتن ولسوالۍ توغول شويو توغنديو له امله ګڼ شمير خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتی دي.

تېره ورځ میرزکوال په کونړ ولایت د پاکستان له لوري تازه توغول شويو توغنديو په اړه کابل ته خبر ورکړی وو چې نن د ورځې په اوږدو کې افغان حکومت د پاکستان دغې ډول کړنې په تړاو غبرګون وښود.

يواځې کونړ نه دی چې د پاکستان له لوري پرې توغنديز بريدونه کيږي مګر له پاکستان سره په پوله پراته ننګرهار کونړ او نور ولايتونه هم ددغه هيواد له توغنديز بريدونو خوندي نه دي.

بل لور ته د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي چې پاکستان لسګونه کيلو متره د ننګرهار خاورې ته راداخل شوی دی، خو حکومت يې په وړاندې هيڅ اقدام نه دی کړی.

د يادونې وړه ده چې تر دې وړاندې هم څو ځلې د پاکستان له لوري په يادو سرحدي سيمو توغنديز بريدونه شوي دي خو مرکزي حکومت يې په مخنيوي کې پاتې راغلی دی.