fbpx

د اکشی کمارا نوی فلم په يوې پديده بدل شوی دی

خبریال وېبپانه / ۲۳ اګست ۲۰۱۹ – د هند هېواد سينما وتلي او مشهور فلمي اداکار اکشی کمار لخوا د خپلواکۍ په ورځ د (مېشن منګل) په نوم فلم په تياتر کې نندارې ته وړاندې شو، چې ريکارډ يې جوړ کړ.

ياد فلم کې د اداکارۍ دنده د اکشی کمار او وېديا بالن په غاړه لري. د تيرې اګسټ مياشتې په پنځلسمه نېټه د هند خپلواکۍ په ورځ نندارې ته وړاندې شوی دی، چې په لومړۍ ورځ يې ۲۹،۱۶ کروړه هندۍ کلدارې وګټلې.

د فلمي ستوري اکشی کمار لخوا د «مېشن منګل» په نوم نوي فلم په پنځو ورځو کې په ريکارډي توګه له سل کروړه څخه زياتې هندۍ کلدارې ګټلي دي.

د جېګن شکتی فلمي پروژې په وينا چې د اکشي کمار دغه فلم د هندي سینما د د فلمونو ریکارډ مات کړ.

د هندوستاني سوداګر او څيړونکي تاران ادرش په وينا، که چيرې دغه فلم همداسې دوام ولري. د هندوستاني فلمونه بکس افيس کې به په نوي پديدې بدل شي.

تراوسه په دې څو ورځو کې ټولټال ۱۲۱،۳۹ کروړه هندۍ کلدارې ګټل شوي دي او تمه کيږي چې ۱۲۵ کروړه څخه به هم واوړي.

په دې فلم کې ټاپسي پانو، سونکشي سېنا، کرېتي کولهاري او نېتيا مېنن د ښځينه ساينسپوهانو په توګه کار کړی دی.

په خپله اکشی کمار ويلي چې دا يې په درې لسيزو کې تر ټولو بریالۍ فلم و.

نوموړي وويل: (( زه نه پوهیدم چې دا فلم به دومره مشهوریږي يا نه، خو څومره چې زه پوهیږم. د ۱۵۰ څخه زياتو فلمونو کې مو کار کړی دی، خو د دې په شان فلم ما نه وو لیدلی او دا زما تر ټولو بهترين فلم و،چې زه ورباندې ډير،ډیر فخر کوم.))