fbpx

پښتونخواه کې د لاریونوالو او پولیسو تر منځ شخړه شوې

د جمیعت علمای اسلام فضل ګوند ګڼ شمېر پلویانو د خیبر پښتونخواه شورا ته څېرمه د وړاندې شوې لایحې پر ضد مظاهرې پیل کړې دي.

له خیبر پښتونخواه سره د قبایلي سیمو د اغام پر سر نن د خیبر پښتونخواه شورا ته څېرمه د پولیسو او لاریونوالو تر منځ نښتې شوې دي.

ټاکل شوې چې د خیبر پښتونخواه شورا استازي نن د قبایلي سیمو او د خیبر پښتونخواه د ادغام لپاره د وړاندې شوې لایحې په اړه پرېکړه وکړي.

د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې، د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ نښته وروسته له هغه پیل شوه چې ګڼ شمېر مظاهره کوونکو غوښتل د خیبر پښتونځواه شورا وداني ته ننوځي.

راپورونه زیاتوي، چې د جمیعت علمای اسلام فضل ګوند ګڼ شمېر پلویانو د خیبر پښتونخواه شورا ته څېرمه د وړاندې شوې لایحې پر ضد مظاهرې پیل کړې دي.

د پاکستاني چارواکو په وینا، د مظاهره کوونکو او پولیسو تر منځ د نښتې په ترڅ کې پنځه کسان سربیرن ټپیان شوي دي او لږ تر لږه لس کسان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جماعت علمای اسلام فضل او د قبایلي سیمې استازو له خیبر پښتونخواه سره د قبایلي سیمو د ادغام په اړه مخالفت څرګنده کړي وو.