fbpx

په پنځو کلونو کې د ولسمشر غني یو نامي کار

خبریال وېبپاڼه/ ۲۳ اګست ۲۰۱۹ ـ ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد د واکمن په توګه هم ښېګېڼې لري هم نمیګړتیاوې، خو یو وروستی کار یې موږ په ښو او ډېرو ښو کارونو کې حسابولی شو، هغه په شانداره ډول د افغانستان د خپلواکۍ نمانځل و چې په تېرو څو لسیزو کې یې ساری نه درلود. ولسمشر که په هر نیت دا کار کړی وي، خو له دې اړخه یې موږ مثبت ګڼو چې د خپلواکۍ د جشن په دې ډول نمانځل په خلکو کې د وطن د مالکیت احساس ژوندی کولای شي او له وطن سره یې مینه ډېرولای شي.

افغانستان چې له تېرو ۴۵ کلونو راهیسې د جګړې کوربه دی، ډېر ارزښتونه په کې له خاورو سره خاورې شوي او د وطندوستۍ او ملتپالنې ګلونه هم د وخت خزانونه رژولي دي، خو ولسمشر غني د دې ګلونه د بیا زرغوندېدو زړي د افغانانو په زړونو کې وکرل، هیله ده ثمر یې ژر ووینو.

که څه هم ځینې کسان په دې نقد کوي چې ولسمشر ډېرې پیسې د خپلواکۍ په نمانځلو مصرف کړې او په کار وه، دا یې په نورو برخو کې مصرف کړې وای، تر یوه بریده سم هم دي، ځکه ډېر داسې نور لومړیتوبه هم شته چې ولسمشر باید پاملرنه ورته کړې وای، د بېلګې په ډول د روغتونونو، ښوونځیو او پوهنتونونو جوړول هم مهم دي ځکه په دې سره مو وطنوال د پردیو له احتیاجه خلاصېږي، خو دا کار هم مهم و چې ولسمشر وکړ، ځکه په افغانانو کې د وطندوستۍ روحیه اوس مړه غوندې ښکاري، په ډېرو مسایلو کې دوی د وطن پر ځای هغه طرف نیسي چې شخصي ګټه یې په کې وي، په ځانګړې توګه سیاستوال چې د خپلې ګټې په خاطر وطن په یوه روپۍ هم خرڅوي، نو په داسې وخت کې داسې پروګرامونه کول چې هغه په خلکو کې د وطن د مالکیت او مینه احساس پیاوړی کوي، اړتیا ده چې وشي او په ښه ډول انعکاس ورکړل شي.

په کار ده چې حکومت څو ځله نور هم په دې ډول د خپلواکۍ جشن ونمانځي، بیا چې دود شي، خلک به دا خوشالي خپله د اختر په توګه نمانځي. البته اوس هم په ډېرو مواردو کې عامو خلکو د دې جشن په نمانځلو کې برخه اخیستې وه او په ښارونو او بازارونو کې ډېرو خلکو په خپلو پیسو د خپل وس مطابق د خپلواکۍ جشن رنګین کړی و، خو دا چې دا جشن په مکمله توګه ولسي شي، یو څه وخت ته اړتیا ده.

پخوا چې ډېرې پیسې زورواکو او جنګسالارانو ته ورکول کېدې او چا غږ نه کاوه، په کار ده په هغه څه هم ډېر انتقاد و نه شي چې د وطن لپاره کېږي، ځکه په دې کې د یوه فرد نه، بلکې د ټول وطن ګټه ده.

په هغه شپه چې د دارالامان رنګینه ماڼۍ پرانیستل شوه، ډېرو د ولسمشر دا کار نامهم وباله او ځینو ریشخند کړ، له دې ښکاري چې د افغانانو په منځ کې اوس هم داسې خلک شته چې په شعوري یا غیرشعوري ډول یې په خپلو وطنوالو ښه ورځ پېرزو نه ده او د ابادۍ او خوشالۍ خبره هم مسخره کوي.

موږ د ولسمشر له لوري د خپلواکۍ د جشن نمانځل ستایو او شاباس ورته وایو، هیله ده چې تل یې همداسې په ښو پام وي.

لیکوال: عمران وطندوست