fbpx

د ټرمپ کور، چې اجارې ته وړاندې شوی و

خبریال وېبپاڼه ۲۴ اګست ۲۰۱۹ – په نیوریاک کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ماشوموالي د وخت کور پر AirBnB سایټ د موقتې اجارې لپاره وړاندې شوی دی.

دغه کور ټول له موبلونو ډک دی، او د ټرمپ یو انځور شوی تصویر هم د نوموړي د اوسېدو د کوټې په یوه کونج کې اېښودل شوی دی.

په دې کور کې په یو وخت کې شل کسان څملاستی او استراحت پکې کولای شي. او یوه شپه یې په ۷۷۷ ډالر اجاره ورکول کېږي.

د ډونالډ ټرمپ د ماشوموالي د وخت د کور په اړه په توضېح کې راغلي: «د یوه جمهور ییس په کور کې د اقامت لپاره دا یو ترټولو خاص او بې جوړې موقعیت دی.»
یاد کور په ولسمشریزو ټاکنو کې د ښاغلي ټرمپ له بریالي کېدو وروسته په ۲ میلیونه او ۱۴۰ زره ډالر وپلورل شو.
د AirBnB سايټ پروینا، دغه کور د ځمکتلې رېل پټلۍ تمځای ته ډېر نږدې دی، پینځه د خوب کوټې او درې حمامونه لري.

د دغه کور په اړه په راغلي تفصیل کې راغلي، چې د کور په یوه کوټه کې یو دایمي استوګن اوسېږي او له همدې امله یاده کوټه د اجارې له قرارداد څخه بهر ده.
د کور د اجاره ورکوونکو پروینا، د هغه وخت په پرتله چې ډونالډ ټرمپ ژوند پکې کاوه، اوس هم دومره بدلونونه نه دي پکې راغلي.

یاد کور د ډونالډ ټرمپ پلار په ۱۹۴۰ میلادي کال جوړ کړی او جمهور رییس ټرامپ د زېږېدو په پاڼه کې هم د دغه کور آدس ذکر شوی دی.

ډونالډ ټرمپ تر څلور کلنۍ پورې په دې کور کې اوسېدلی دی.
ټرمپ د ۱۹۴۶ کال د جنوري په ۱۴مه زېږدلی دی. نوموړي په ۱۹۶۸ کال د وارټن د کاروبار او اقتصاد له پوهنځي فارغ شو. بالاخره د جایدادونو او ځمکو کاروبار کوونکی ټرمپ د جمهوري غوښتونکي ګوند له لوري ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند شو او د ۲۰۱۶ کال د نومبر د آتمې نېټې په ټاکنو د ډیموکرات ګوند پر نوماندې هیلري کلینټن بریالی شو. اوس دا دی د امریکا ۴۵م ولسمشر دی.

ژباړه: روح الله زهیر