fbpx

قطر: د طالبانو او خلیلزاد د وروستۍ ناستې تازه جزیات

خبریال ډاټ کام قطر /۲۴ اګست ۲۰۱۹- د قطر په پلازمېنه دوحه کې طالبان او د امریکا د متحده ایالاتو پلاوي نن د راتلونکي‌ تړون په تړاو پر څو مهمو ټکو پرېکنده خبري وکړې .

له قطر څخه یوې طالب سرچینې خبریال ډاټ کام ته وویل چې دواړه لوري دې ته نېژدې شوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون لاس لیک کړي‌،خو لا هم ځیني‌ ناندریز ټکي پاتې دي‌.

د طالبانو له لوري‌لوی شمېر د امریکا دا وړاندیز منلی چې امریکا يي پوځیان به تر یونیم کال پوري‌له افغانستان نه وزي‌،خو لا هم ځیني‌ طالب مشران دا خبره نه مني‌ او ژر تر ژره د امریکا یانو د وتلو خبره کوي .

طالب مشرانو د امریکا دا غوښتنې ته هم غاړه ایښې چې د انخلا سره سم به په افغانستان کې اوربند اعلانېږي او دواړه لوري‌به یو پر بل بریدونه نه کوي .

طالب مشرانو د امریکا دا وړاندیز هم منلی چې موقت حکومت به نه جوړېږي ،خو د حکومت سره په خوا کې به یوه (شورا) کار کوي چې مشر به یې یو باتجربه په حکومت پوهه افغان وي او د مرستیالي‌چاري به یې د طالبانو د سیاسي دفتر د مرستیال ملا برادر اخوند له لوري پر مخ بیول کېږي‌.
دا شورا به یو اداري ‌بدن (بوډي) لري چې هغه کې به دافغانستان د بیلا بیلو قومونو استازي د معوینینو په توګه دنده مخ ته وړي ، خو د شورا پراخ والی لا تر اوسه نه دی په ډاګه شوی .
که څه هم د شورا د جوړېدو په تړاو مخالفت نشته ،خو د هغې د اداري‌جوړښت او واک پر بنسټ مخالفتونه شتون لري .
دا شورا به د حکومت سره هم مهاله روانه وي ،خو د هیواد د مشري ‌چاري ‌به د ولسمشر غني له لوري‌اداره کېږي‌،چې تر ډېره بریده به یې واکونه د شورا سره برابر وي .

د امریکا د متحده ایالاتو له لوري به دې شوراته (۲۰) بیلیونه ډالر ورکول کېږي‌اودا پیسې به تر ډېره په هغو سیمو کې پر بیا رغاونه مصرفېږي‌چې په تېرو نېژدې ۲۰ کلونو کې پاملرنه نه ده ورته شوې .

په قطر کې طالب سرچینو خبریال ډاټ کام ته وویل چې په پرېکړه لیک کې به دا هم شامل وي چې په جګړه کې ښکېلو وسله والو طالبانو ته به د همدې شورا له لوري معاشونه ورکول کېږي‌او له دوی نه به وړ کسان افغان پوځ او پولیسو ته جزب کېږي .

تر څو چې په بشپړه توګه امریکا یان له افغانستان نه وزي ، تر هغو به د طالب تر ولکې لاندي سیمي د طالبانو له لوري‌په امنیتي لحاظ ساتل کېږي‌،خو اداري چاري‌به یې د مرکزي‌حکومت او د هم دغې موقتي شورا له لوري‌اداره کېږي .

دا موقته شورا چې واکونه به یې په بین الافغاني‌خبرو کې واضح شي د دوو کلونو لپاره په پآم کې نیول شوې ده .
د همدې شورا تر څار لاندي به راتلونکې ټاکنې کېږي او په اساسي ‌قانون کې به بدلون راځي‌.

په قطر کې د خبریال ډاټ کام سرچینې وايي چې طالبان دې ټولو خبرو ته چمتو برېښي ،خو لا هم وخت غواړي چې په خپلو کې سره وغږېږي .

افغان حکومت لا تر اوسه په دې تړاو خپل غبرګون نه دی ښودلی ،خو په قطر کې طالب چارواکو خبریال ډاټ کام ته وویل چې د دوی او امریکا ترمنځ شونی تړون به هغه وخت لاسلیک شي‌چې افغان ولسمشر غني یې تايد کړي .
خبریالان وايي چې ولسمشر غني د پاکستان د لاس وهنې د مخنیوي په موخه په سعودي‌عربستان کې له هغه حکومت مرسته غوښتې ده .

که چېرته پاکستان لاس وهنه ونه کړي‌،ښايي دافغان جګړې د پای ته رسېدو وخت رارسېدلی وي .
په رسمي توګه بره د لیکل شویو معلوماتو پخلی طالبانو یا زلمي خلیلزاد نه دی کړی ،خو دا هغه معلومات دي‌چې هم وروسته تغیر موندلای شي او نن د طالبانو او امریکا يي پلاوي ترمنځ تود بحث ورباندي شوی دی .

Your SEO optimized title page contents