fbpx

چپرهار کې د درېو ښوونځيو د جوړولو چارې پيل شوې

خبریال وېبپاڼه / ۲۴ اګست ۲۰۱۹ – ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ په ګډل سيمه کې نجونو او هلکانو لپاره د دوو منځنيو ښوونځيو او په مندرخېلو سيمه کې د يوې عالي لېسې د ودانيو جوړولو چارې د څه باندې ۲۱ ميليونه افغانيو په لګښت پيل شوې.

د ننګرهار ولایت مقام څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د دغه ښوونځيو چارې، د سیمه ییزو چارواکو او قومي مخورو په شتون کې پيل شوې د دريو مياشتو په موده کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

په همدې مراسمو کې د چپرهار ولسوال محمد صديق دولتزي وويل، چې دغه ښوونځي د اقراء برنامې په چوکاټ کې جوړيږي د ده پر وینا ياد ښوونځي په يو پوړ کې جوړيږي، چې شپږ تدريسي خونې، درې تشنابونه او يوه د اوبو څاه لري.

د سیمي خلکو او قومي مشرانو د ښوونځیو د جوړېدو په خبر خوښ دي او وایي، چې په دې سره به د چپرهار یو شمېر د زده کړو بې برخې ماشومان، نجونې او ځوانان هم په زده کړو سمبال شي.

بلخوا سیمه ییزو چارواکو د دغې سیمې له اوسېدونکو څخه وغوښتل چې د ښوونځيو په جوړولو او ساتنه کې ورسره پوره پوره همکاري وکړي، ترڅو نوی نسل د علم په ګاڼه سمبال شي.

د یادولو ده له دې یوازې ۲۰ ورځې وړاندې د اګست پر ۲۰ مه نېټه په چپرهار ولسوالۍ کې د اقرا برنامې او ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د نږدې دولس ميليونه افغانيو په لګښت د دريو ښوونځيو د جوړونې چارې پيل شوې وې چې په نږدې راتلونکې به جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل .

Your SEO optimized title page contents