fbpx

سریلانکا مېتوز او پرېرا د شل اوريز سکواډ څخه بهر کړي دي

خبریال وېبپاڼه / ۲۴ اګست ۲۰۱۹ د ډي سيلوا او سورنګا لکمل ترڅنګ د سريلانکا کریکټ ملي لوبډلې دوه مشهور لوبغاړي انجېلو مېتوز د نيوزيلینډ خلاف د شل اوریز سيريز څخه بهر شوي دي.

د دې سيريز لپاره تر ډیره ځوانه لوبډله غوره شوې،یوازې دوه داسې لوبغاړي هم په لوبډله کې شامل دي،چې عمرونه يې د ديرش کلونو څخه پورته دي.

د سریلانکا لوبډلې ټاکوونکي ډلګۍ په وينا چې مېتوز د ويکټو ترمنځ په سمه توګه منډه نه شي وهلی او پریرا بیا په نړيوال جام کې ښې لوبې نه دي ترسره کړې، له همدې کبله يې له لوبډلې ډراپ کړي دي.

د يادولو وړ ده چې د سريلانکا او نېوزیلینډ ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو لړۍ به د سپټمبر له لومړۍ نېټې پيل شي چې د سپټمبر تر شپږمې به دوام وکړي.

لوبډلې نوملړ: لاسيت مالينګا (لوبډلمشر)، نېروشن ډېکوالا، اويشکا پريننډو،کوسال پريرا، ډنشوکا ګوناتېليکا، کوشال منديس،شېهان جای سوريا، دوشن شنکا،ونېدو هسارنګا، اکېله ډننجايا،لکشن سنډاکان، اېسورو اوډنا، کاشون رجېتا، لاهېرو کمارا، لاهېرو ماداشونکا.

عزیزي