fbpx

د هندي کرېکټړ سریسانت په کور کې اور لګیدلی،مرګ ژوبله نه لري

تيره شپه په سيمه ايز وخت د شپې په دوو بجو د هندي کریکټر سريسانت د کور په ښکتني تالار کې اور لګیدلی، خو مرګ ژوبله نه لري.

د اور لګيدو پر مهال په خپله سریسانت په کور کې نه و، خو د هغه ميرمن او دوه ماشومان د کور په لومړي پوړ کې شتون درلود او هغوی ته کوم زيان نه دی رسيدلی.

د اور لګیدو وروسته د هغه ګاونډي ځایي پوليسو ته خبر ورکړ او په بيړې سره پوليس د پيښې ځای ته ورسيدل او سيمه يې کنټرول کړه.

تراوسه د اور لګيدنې د پيښې په اړه جزيات نه دي ورکړل شوي.

سریسانت په ۲۰۱۳ کال ای پي ايل کې د درغلۍ له کبله د هند کريکټ بورډ لخوا د عمري بنديز سره مخ و، خو تيره اوونۍ هند کریکټ بورډ په نوموړي د بنديز موده اوو کلونو ته راښکته کړه، چې د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر مياشت کې به پای ته وراسيږي.

نوموړي ويلي وو په دې تيرو شوو کلونو کې يې هر وخت هڅه کړي چې د خپلې بې ګناهۍ ثبوت وړاندي کړي اوس په دې خوښ دی چې د خپلې بې ګناهۍ ثبوت وړاندي کوي او د عمري کریکټ بندیز موده يې اوو کلونو ته راښکته شو.

د يادونې وړ ده چې سریسنات د هند کریکټ ملي لوبډلې لپاره ۲۷ ټيسټ،۵۳ يو ورځنۍ او لس شل اوريزې لوبې کړي او ټولټال يې په کې ۱۶۹ ويکټې اخيستي دي.

عزيزالله عزيزي

WP Twitter Auto Publish Powered By : XYZScripts.com