fbpx

ولسمشر غني له عمرې وروسته نن له سعودي چارواکو سره ګوري

خبریال وېبپاڼه / ۲۵ اګست ۲۰۱۹ – ولسمشر محمداشرف غني او ورسره لوړپوړي دولتي پلاوي سعودي عربستان ته د رسمي سفر په لړ کې تېر ماښام په بیت الله شریف کې د عمرې حج مراسم پرځای کړل.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د عمرې مراسمو وروسته ټاکل شوې چې نن د سعودي عربستان له باد شاه ملک سلمان او یو شمېر نورو مهمو چارواکو سره وګوري.

سرچینه وایي، چې د سعودي له چارواکو سره په لیدنو کې به تر ډېره د افغانستان د سولې، د ترهګرۍ ضد مبارزې، امنیتي مسایلو او دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وشي.

په ورته وخت کې په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ مخامخ خبرې سرنوشت ټاکونکي پړاو ته رسېدلې دي، ښايي دغه سفر د سولې له مسایلو سره اړیکه ولري خو ارګ په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی.

دغه راز تېر ماښام ولسمشر د عمرې په مراسمو کې په افغانستان کې د باعزته او تلپاتې سولې د تامین، د ملي یووالي د لا پیاوړتیا، د ټول مسلمه امت او په ځانګړي ډول د افغانانو لپاره د سوکالۍ او نېکمرغۍ دعا هم وکړه.

له دې وړاندې هم د مۍ پر ۲۹ مه نېټه ولسمشر غني سعودي عرب ته په رسمي سفر تللی وو او هلته ولسمشر غني د اسلامي همکاریو سازمان په ۱۴مه غونډه کې ګډون او وینا هم وکړه.

ولسمشر غني هغه وخت په خپله وینا کې د افراطیت پر مخنیوي، اقتصادي او اجتماعي همکاریو او افغان سولې تمرکز کړی وو.

سعودي عرب ته د ولسمشر دغه سفر په مسکو کې د بین الافغاني ډیالوګ له ناستې سره چې طالب استازو او افغان سیاستوالو پکې ګډون کړی، هممهاله وو.

د یادولو ده سعودي عربستان بیا په ځلونو ځلونو د سولې په برخه کې افغانستان سره د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.