fbpx

روسیه د افغان سولې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته ادامه ورکوي

خبریال وېبپاڼه / ۲۵ اګست ۲۰۱۹ – تېره شپه په افغانستان کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکي له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې دواړه لوریو په افغانستان کې پر روان وضعیت، سیمه ییزو مسایلو، امنیت، د ترهګرو پر وړاندې پر مبارزې او افغان سولې خبرې کړي دي.

د روسیې سفیر مانتیتسکي حامد کرزي ته په ډاډ سره ویلي، چې روسیه د افغان سولې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیاره ده او هڅه کوي دغه هېواد ته ددایمي سولې په راتګ کې موثر اقدامات ترسره کړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په دې ناسته کې د افغان سولې په برخه کې د روسیې رول مهم بللی دی او له دغه هېواد یې غوښتي چې خپله همکاري و نه سپموي.

روسیې د افغان سولې په برخه کې د څو میاشتو راهیسي د هر ډول همکاریو ترڅنګ ډیر مهم فعالیتونه هم ترسره کړي دي.

دغه راز دې هېواد د افغان سولې په تړاو دوه مهم کنفرانسونه هم جوړ کړي وو چې په کې افغان سیاسیونو او طالب استازو ګډون کړی وو.

یو ځل بیا هم روسیې افغان حکومت ته ډاډ ورکړی دی چې په هر ډول حالاتو کې د افغان سولې لپاره د کنفرانسونو کوربه توب ته چمتو دي.

دوی هیله مند دي چې په نږدې راتلونکې کې به د طالب استازو او امریکایانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شي او په افغانستان کې به ۱۸ کلنه جګړه پای ته ورسېږي.

د حامد کرزي له ناستې یوازې پنځه ورځې وړاندې د افغان حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله هم له روسیې غوښتنه کړې وه چې د افغانستان د سولې په پروسه کې دې مرسته وکړي.

عبدالله عبدالله د اګست پر ۲۰ مه نېټه په کابل کې د روسیې د فدراسیون له همدې سفیر الکساندر منتیتسکي سره پر سوله او را روانو انتخاباتو خبرې کړې وې.

هغه پر ټوېټر لیکلي: ما د افغانستان له سولې او ثباته د روسیې د کلک ملاتړ غوښتنه وکړه.