fbpx

د مرغۍ په شان جوړ شوي روبات خلک حیران کړل

خبریال وېبپاڼه / ۲۵ اګست ۲۰۱۹ – چین کې د روباتونو پینځم نړیوال کنفرانس ترسره شو، چې نندارې ته وړاندې شوي روباتونه یې ټول جالب و؛ خو د یوې مرغۍ په شان جوړ شوي روبات بیا د ټولو ګډونوالو پام ځان ته واړاوه او حیران یې کړل.

د ۲۰۱۹ کال د روباتونو دغه پینځم نړیوال کنفرانس د ځيرک اکو سیسټم تر شعار لاندې د نوې دورې لپاره د چین په بیجینګ کې پیل شو.

د یاد کنفرانس په څنډه کې د روباتونو نړیوال نندارتون هم ترسره شو.

په دغه نندارتون کې د ۶۵۰ شرکتونو له لوري له اووه سوه زیاتې نوې تخصصي، صنعتي او خدماتي روباتیکي لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې شوې، چې د مرغۍ په شان جوړ شوی روبات یې ترټولو حیرانوونکی و او د ګډونوالو پام یې ځانته را واړاوه.

دغه روبات د سپین رنګه مرغۍ په شان جوړ شوی و، د یوه ګډونوال لخوا په هوا شو او ترڅو شېبو پورې د نندارتونو د ګډونوالو پرسر وګرځېد.

موسیقي غږوونکي روباتونه، تفریحي روباتونه، د سمندري ناوې روبات، روباتي مرغۍ، بې پېلوټه الوتکې او د انسان په شان جوړ شوي روباتونه، چې چیني او تبتي دودیزې جامې يې په تن وې، د دغه نندارتون وروستنۍ لاسته راوړنې وې.

د یادونې وړ ده چې دغه نندارتون تېره سه شنبه پیل او نن د اګېست په پینځه ویشتمه به پای ته ورسېږي.

ژباړه: روح الله زهیر

Your SEO optimized title page contents