fbpx

شکيب الحسن: د افغانستان ټيسټ سيالۍ لپاره ستراتيژيک پلان په کار دی

خبریال وېبپاڼه / ۲۵ اګست ۲۰۱۹ – د بنګله دېش د ټيسټ لوبډلې لوبډلمشر شکيب الحسن د خپل ټیم اداري کميټې له غړو سره ناسته کړې او د افغانستان ملي لوبډلې پر وړاندې د يوازينۍ ټيسټ لوبې لپاره يې په ستراتيژيکي مشورتي پلان جوړولو خبرې وکړې.

نوموړی د شنبې په ورځ د امريکا متحده آیالاتو څخه خپل هيواد ته ستون شوی دی او د څو ساعتونو تيرولو وروسته يې د افغانستان خلاف د ټيسټ سيالۍ ته د چمتوالي لپاره د ټیم نورو غړو سره يو ځای تمرينات پيل کړل.

د روزنيز کمپ تمریناتو وروسته د بنګله دېش کریکټ بورډ چيئرمېن اکرام خان د روزونکو ډلو، سليکټرانو لوبډلمشر سره ناسته درلوده او د افغانستان او همداشان د راتلوونکو سيالیو په اړه يې ورسره خبرې وکړې.

د بنګله دېش کریکټ بورډ چيئرمېن اکرام خان وويل چې د نړیوال جام وروسته د ټيم نوی سټاف په دنده ګمارل شوی او د دوی سره ناسته په زړه پورې وه.

نوموړي وويل چې مونږ راتلوونکي مياشت کې ټيسټ سيريزونه لرو، له همدې کبله مونږ د ټيم په پاليسۍ او د خپلې لوبډلې په قوي اوکمزورو نقطو بحث وکړ.

د اکرام په وينا چې مونږ د مشر روزونکي رسل ډومينګو سره خبرې په دې وې، چې څنګه کولای شو بنګله دېش لوبډله ديته اعيار کړو، چې د خپل هيواد بهر بریاوې ولري.

د هغه په خبره له دې وړاندې به بنګله دېش يوازې په خپل کور دننه سيالیو پام کاوه، خو له دې وروسته زمونږ موخه دا ده چې د خپل هيواد بهر هم ښې مثبتې پايلې ولري.

د يادولو وړ ده چې د افغانستان او کوربه بنګله دېش ترمنځ به لومړۍ ټيسټ لوبه د سپټمبر په پنځمه نېټه ترسره شي او له هغې وروسته به د کوربه بنګله دېش، افغانستان او زمبابوې ترمنځ درې اړخيز شل اوريز سيريز پيل شي.

عزيزالله عزيزي