fbpx

اسلامي پراختیا بانک په افغانستان کې یو سل بستریز روغتون جوړوي

خبریال وېبپاڼه / ۲۵ اګست ۲۰۱۹ – ولسمشر محمد اشرف غني سعودي عربستان ته د سفر په دویمه ورځ نن سهار په جده ښار کې د اسلامي پراختیا بانک د رئیس ډاکټر بندرالحجار سره د لیدني پر مهال په افغانستان کې د یو سل بستریز روغتون او څلورو کلینیکونو د جوړولو موافقنامه لاسلیک کړه.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په دغه کتنه کې د افغانستان د اقتصادي ودې، پرځان بسیاینې، پانګونې او همدارنګه د انکشاف او کرنې برخو کې د همکاریو او افغانستان ته د اوږدمهاله پورونو د ورکړې په اړه خبرې شوي دي.

ولسمشر غني په دې ناسته کې وویل اسلامي پراختیا بانک دې د کرنیزو تولیداتو د لا ښې ودې او د بزګرو، کروندګرو او کلیوالي خلکو د ژوند او عاید د ښه والي لپاره مرسته او پانګونه وکړي.

ولسمشر غني څرګنده کړه، د سعودي عربستان په ګډون د سیمې او نړۍ هیوادونو ته د افغانستان د جلغوزیو، زعفرانو، بادامو او نورو محصولات صادرات زیات شوي او د کرنې په برخه کې د اسلامي پراختیا بانک د مرستو او اوږدمهالو پورونو په پایله کې په دې برخه کې نور ښه والی هم راتلای شي.

د اسلامي پراختیا بانک رئیس هم ولسمشر ته په ډاډ سرع وویل، اسلامي بانک لېواله دی چې د کرنې، انکشاف او لویو پروژو د تمویل برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

ولسمشر د اسلامي پراختیا بانک مرستې د افغانستان د کرنې، اقتصادي ودې، انکشاف او د عامو خلکو د ژوند د ښه والي لپاره ګټورې وبللې.