fbpx

عباس ستانکزی ولې طالبان له افغان حکومت سره له خبرو منع کوي؟

خبریال وېبپانه / ۲۵ اګست ۲۰۱۹ ـ د ګډوډې سیاسي ماضي څښتن شېرمحمد عباس ستانکزی چي اوس مهال یې د طالبانو د مذاکراتو پړی په لاس کې دی، ستره هڅه یې دا ده چې د سولې روانې خبرې وځنډوې، پیچلې او ستونزمنې یې کړي او باالاخره داسې مرحلې ته یې ورسوي چې ده ته ورکړل شوی استخباراتي مېشن په کې کامیاب شي.
عباس طالب نه دی، خو د استخباراتي اړیکو په سبب اوس په طالبانو کې د غټ منصب خاوند شوی او دا کار د یوه هدف په خاطر شوی چې نوموړی یې په ډېر ښه ډول تعقیبوي، که څه هم په یاد هدف کې د افغانانو او افغانستان خیر نشته.
د عباس افغان ضده روحیه او فکر د ده له خبرو ښه معلومېدای شي، عباس په ښکاره د افغانستان د نظام او ملي پوځ انحلال غواړي، دا هغه غوښتنه ده چې د پاکستان د هیلو په خُم کې رنګېدلې او د عباس له خولې راوتلې ده.
که څه هم طالبان اوس په قطر کې لګیا دي چې له امریکا سره سیاسي نکاح وکړي، خو په دې منځ کې دوی له افغانانو سره له خبرو منکر دي او په افغانستان کې د اوربند او سولې خبره تل ردوي. دا چې مذاکرات پسې غځېږي او یوې پایلې ته نه رسېږي او ورسره په افغانستان کې وینې بهیږي، د دې ټولو کیسو شاته د یوه سړي لاس ګڼل کېږي چې هغه شېرمحمد عباس ستانکزی دی.
که څه هم طالبانو خپل پخوانی مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر قطر ته ورلېږلی، خو نوموړی اوس بې واکه دی او یوازې د سېمبول په توګه کارول کېږي. ملا برادر چې په مسکو کې خبرې کولې، سم غږېدلای نه شوای، په لنډو خبرو کې څو ځایه تلولی شو او کلیمې به ترې ورکېدلې، د ډېرو په باور نوموړی نور ختم شوی دی او خپله عباس هم دا ویلي چې ملا برادر هېڅ کاره نه دی او ټوله پرېکړه دی کوي.
ویل کېږي د ملا عمر زوم او د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني مشر طیب اغا هم د شېرمحمد عباس ستانکزي د چوتاریو او مبهو کارونو له وجې استعفا وکړه او دفتر یې پرېښود چې په پایله کې یې دا دفتر د عباس تر ولکې لاندې راغی او اوس خپل راج په کې چلوي.
په افغانستان کې د جګړې د غځېدلو او د سولې پروسې په پېچلي کولو کې به افغانان د شېرمحمد عباس ستانکزي رول هېڅکله هم هېر نه کړي، هغه عباس چې خپلو لوڼو یې په دوبۍ کې زده کړې کولې او یوه لور یې افغان حکومتي چارواکي ته ور واده کړه، خو د غریبو افغانانو اولادونو یې په وینو کې ولمبول.
لیکوال: عنایت الله شاکر