fbpx

د راني په مرګ ۲۵ کاله واوښتل

د اردو او پنجابي فلمونو د خپل وخت مشهوره ستورې راني، پنځه ویشت کاله وړاندې مړه شوې، خو لا اوس هم ډېرو ته ژوندۍ ده.

د راني اصلي نوم ناصره وه او په موج میله، سفید خون، امراو جان ادا، ناګ مني، تهذیب، انجمن، دنیا مطلب دي، جند جان، سجن پیارا، چن مکھناں، دېور بھابھي، هزار داستان، محبوب، شترنج، چھوټي امي، عورت کا پیار،چھوټي بهن، کوچوان، سیتا مریم مارگریټ او ګڼو نورو فلمونو کې یې کار کړی دی.

هغې کلونه کلونه پر پاکستانۍ سېنما راج وکړ او د وحید مراد، محمد علي، شاهد، ندیم، رنګیلا او منور ظریف په څېر نور ستوري یې هم ټولنې ته ورکړل.