fbpx

کرکټ بورډ د بودیجې کمښت له کبله ۴۳ کارکوونکي له دندو ګوښه کړي

خبریال وېبپاڼه/ ۲۵ اګست ۲۰۱۹ – نن د افغانستان کرکټ بورډ د یو پرېکړې له مخې ، د بودیجې کمښت او کاري برخه کې د غوره کیفیت رامنځته کولو په موخه د دغې ادارې د ځینو کارکوونکو قراردادونه پای ته رسولي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د دې ادارې د مشرتابه او بشري سرچینو د ګډې پرېکړې پر بنسټ، په دې وروستیو کې د کارکوونکو پر تشکیل له سره کتنه وشوه او هغه ټول اضافي کسان چې په تشکیل کې ورته اړتیا نه لیدل کېده، د پورته ذکر شوو ستونزو له امله د ۴۳ کسانو قراردادونه پای ته رسولي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ د بشري سرچینو مسوول ضیاءالحق ضیاء وایي،” اوسمهال کرکټ بورډ د بودیجې له کمښت سره مخ دی، د نوموړي پر وینا د ادارې پر ځان بسیاینه او مالي ثبات پر بنسټ یې یاد ګام پورته کړی دی.

د ضیاء پر وینا “‘د یاد شمېر کارکوونکو معاشونه د میاشتې شا وخوا یو میلیون افغانۍ او د کال تقریباً ۱۲ میلیون افغانۍ کېږي. د ادارې د نوې تګلارې پر بنسټ به دغه اندازه پیسې پر تخنیکي او رغنیزې چارو لګیږي چې پر بنسټ به یې په یادو برخو کې ډېر ژر مثبت بدلونونه رامنځته شي””

د یادونې وړده چې د کرکټ بورډ د ادارې د پالیسي پر بنسټ به یادو ټولو کارکوونکو ته د راتلونکې سپټمبر میاشتې معاش هم لېږل کېږي.