fbpx

سعودي په افغانستان کې سل ښوونځي او د کابل حلقوي سړک جوړوي

خبریال وېبپاڼه/ ۲۶ اګست ۲۰۱۹- سعودي عربستان ته د ولسمشر محمد اشرف غني د رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د صندوق رئیس احمدعقیل الخطیب په افغانستان کې د سل میلیون ډالرو په ارزښت د سل ښوونځیو او کابل حلقوي سړک د جوړولو هوکړه کړې دې.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د سعودي پراختيايي صندوق په افغانستان کې د سل ښوونځيو جوړولو او د کابل حلقوي سړک د يوې برخې جوړولو هوکړه پرون مازدیګر د ولسمشر غني په شتون کې وکړه چې د دې دواړو پروژو ارزښت کابو سل میليونه ډالر کېږي.

د انکشاف لپاره د سعودي عربستان د صندوق رئیس احمدعقیل الخطیب په جده ښار کې ولسمشر غني سره د ناستې پر مهال وویل، په افغانستان کې پر کارموندنې د تمرکز او د تاوتریخوالي د کموالي لپاره موږ د پروژو تمویل ته ژمن یوو.

ولسمشر غني د انکشاف لپاره د سعودي عربستان د صندوق رئیس څخه د پروژو د تمویل له امله په مننې وویل، زموږ موخه داده چې افغانستان د دوامداره سیمه ییزې همکارۍ او اتصال په مهم مرکز بدل شي.

له دې وړاندې د سعودي باد شاه ملک سلمان هم د ولسمشر غني سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او دلته روانه جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده.

ملک سلمان راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې چې افغانان به په کې په خپل ګډون سره خپل راتلونکی وټاکي مهمې وبللې او د ده په وینا دا ټاکنې به تلپاتې سولې ته زمینه برابره کړي.

دغه راز ولسمشر غني سعودي عربستان ته د سفر پر مهال پرون سهار د اسلامي پراختیا بانک د رئیس ډاکټر بندرالحجار سره د لیدني پر مهال په افغانستان کې د یو سل بستریز روغتون او څلورو کلینیکونو د جوړولو موافقنامه لاسلیک کړې ده.

په دغه کتنه کې هم د افغانستان د اقتصادي ودې، پرځان بسیاینې، پانګونې او همدارنګه د انکشاف او کرنې برخو کې د همکاریو او افغانستان ته د اوږدمهاله پورونو د ورکړې په اړه خبرې شوي دي.

په ټوله کې سعودي عربستان ژمنه کړې چې د افغانستان په امن، سوله او پرمختګ کې خپله همکاري کوي.

د یادولو ده ولسمشر محمد اشرف غني سعودي عربستان ته له دوه ورځني سفر وروسته، نن سهار بېرته هېواد ته راستون شوی دی.