fbpx

د نړۍ څو خطرناک پلونه

خبریال وېبپاڼه / ۲۶ اګست ۲۰۱۹ – نړۍ د انسانانو له شهکارونو ډکه ده. دغه شهکارونه د انسانانو د ذکاوت، فهم او عقل ښکارندويي کوي، چې څنګه یې له خپل عقل څخه د نړیوالو د حیرانولو لپاره ګټه پورته کړې ده. که آسمان څوکو ته وګورو، نو لومړۍ پوښتنه چې له موږ سره پیدا کېږي دا ده، چې څرنګه یوه انسان دا هرڅه ممکن ګرځولي او جوړ کړي یې دي. پر دنګو ودانیو، سړکونو او هوټلونو سربېره یې په بېلابېلو ځایونو کې اوږده او لوړ پلونه هم جوړ کړي دي.

په دغو پلونو کې ځینې یې ډېر خطرناک دي او پر هغو تېرېدل ناشوني او یا ډېر سخت دي. خو پرمختللې ټیکنالوژۍ د دغه ډول پلونو جوړول هم ممکن ګرځولي دي. په دغه لیکنه کې به د نړۍ له څو خطرناکو پلونو سره آشنا شئ.

۱  د اګويي دو میدي پل، فرانسه:

دغه پل په فرانسه کې دی او په نړۍ کې ترټولو خطرناکه بې پایو یا ځوړند پل بلل کېږي. په معمولي توګه سپارښتنه کېږي، چې پر پل باندې د تېرېدو پرمهال ښکته مه ګورئ؛ ځکه له ښکته کتو سره ستاسو د زړه ضربان زیاتېږي. یاد پل د اګويي دو میدي پر څوکه له شاموني کلي سره نږدې جوړ شوی دی او ۶۰۵/۱۲ فوټه لوړوالی لري.

۲ د رویال جورج پل، کولرادو:

رویال جورج په امریکا کې ترټولو لوی ځوړند پل دی، چې د آرکانزاس پر رود جوړ شوی دی. دغه پل ۹۶۹ فوټه لوړ جوړ دی او اوږدوالی یې نږدې ۱۲۶۰ فوټه دی. یاد پل په ۱۹۲۹ کال جوړ شو او تر ۱۹۸۲ کال پورې یې بادي کېبلونه نه درلودل. هغه کسان چې له لوړو ځایو وېرېږي، نو ښه ده چې پر دې پل تېر نه شي.

۳ د تریفت پل، سویس:

دغه پل هم د نړۍ ترټولو راځوړند خطرناک پل دی، چې له آلپ غرونو سره نږدې د تریفت په طبیعي یخچال کې موقعیت لري. دا پل له خپلو لاندینیو ژورو څخه ۳۲۹ فوټه لوړ دی او اوږدوالی یې ۵۵۸ فوټو ته رسېږي. د تریفت پل د آلپ په غرونو کې ترټولو اوږد او لوړ پل دی. دغه پل په ۲۰۰۴ کال هغې جونګړې ته د غره ختونکو د ارتباطي لارې د جوړولو په موخه جوړل شو، چې د یخچالونو له امله یې لار تړل شوې وه. په ۲۰۰۹ کال کې د باد ضد کېبلونه پرې نصب شول.

۴ د کریک روپ پل، شمالي ایرلنډ:

دا پل هم د نړۍ یو له خطرناکو پلونو ګڼل کېږي. دغه پل په شمالي آیرلنډ کې له بالینتون کلي سره نږدې جوړ شوی دی. اوږدوالی یې ۶۴ فوټه دی او له لاندینیو ژورو څخه ۱۰۰ فوټه لوړوالی لري. دا یو ډېر وېروونکی پل دی.
نور بیا….

ژباړه: روح الله زهیر

Your SEO optimized title page contents