fbpx

د نابینایانو لپاره تر ټولو خوږ خبر

د دې امسا بیه نږدې درې سوه امریکايي ډالر ده، خو تمه شته چې ارزانه به شي.

که ستاسې په کورنۍ کې څوک نابينا وي، يا يې د زيات عمر له امله سترګې کار نه کوي، يا مو کوم ملګری د ديد ستونزه ولري، زېری ورباندې وکړئ چې داسې امسا ورته جوړه شوې ده چې په واسطه به يې دی تر هغو خلکو ښه پر لار ځي چې سترګې يې کم ديد کوي.

دا امسا په ترکيه کې جوړه شوې ده او کولای شي د خپلې کامرې په واسطه د ځمکې سطحه چې هواره ده، که لوړه يا ژوره، د هغې ژوروالی او لوړولای او نور درک کړي او د خپل خاوند ماغزو ته يې ور مسج کړي.

که چېرې ناڅاپه کومه پېښه کېږي، يا دوړې، سېلاب او موټر مخامخ راځي، يا ناڅاپه شور او زور زياتېږي، د امسا لاستی لړزه پيدا کوي او خاوند ته خبر ورکوي چې ځان ګوښه کړي.

د دې امسا بیه نږدې درې سوه امریکايي ډالر ده، خو تمه شته چې ارزانه به شي.