fbpx

مهدي حسن: افغانستان ته به حتما ماتې ورکوو

خبریال وېبپاڼه/ ۲۶ اګست ۲۰۱۹ – د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ اکثره وخت په شل اوريز او پنځوس اوريزه فارمټ کې لوبه جالبه وي او د یوبل د ماتولو په هڅه کې وي، خو دا ځلې په ټيسټ کريکټ هم خپل رقابت ازمويي.

د یادې لوبډلې اف سپنر ورو توپ اچوونکي مهدي حسن مېراز په وروستۍ مرکه کې ويلي چې ټيسټ کریکټ کې بنګله دېش په هغه پوزيشن کې دی، چې د افغانستان څخه ډیر مخکيوالی لري او په همدې فارمټ کې به هم حتما بنګله دېش افغانستان ته ماتي ورکوي.

د نوموړي په وينا هره لوبه چيلینجي وي، زه دا نشم ویلی چې دا کوچنۍ او يا غټ چيلینج دی،خو ښه ټیم به ميدان کې معلوميږي.

مهدي حسن وويل: (( زه حصوصا په دې اړه څه نشم ویلی،چې دا يا ستر چيلينج دی او يا کوچنی. خو هره لوبه چې وي، هغه له چيلینجونو ډکه وي.او ښه ټيم به هغه وي چې په ميدان کې لوبه وګټي.))

د نوموړي په وينا د تيرې ټيسټ لوبې تجربې ته په کتو سره، مونږ په ډير اړخونو کې له هغوی څخه وړاندي يو.
(( مونږ چې تيره ټيسټ لوبه ترسره کړه، هغې تجربې په کتو سره، همداشان د خپل کوربه توب ته په کتو سره په ډيرو اړخونو کې مونږ له دوی څخه مخکې يو.))

سره ددې چې بنګله ديش په ټيسټ کريکټ فارمټ کې زياتره تجربه کاره لوبغاړي له ځان سره لري،خو دې يوويشت کلن بیا هم په دې ټينګار و، چې لوبغاړي بايد خپلې غلطۍ تکرار نکړي او هر لوبغاړی باید په خپل پوزيشن کې ښې کارکردګۍ ترسره کړي.

(( دا مهمه نه ده چې مونږ په کوم پوزيشن کې لوبيږو،مونږ باید ښه کريکټ او ښې لوبې ترسره کړو.که هر لوبغاړی په خپل پوزيشن کې ښه کارکردګي وکړي، کار به آسان شوی وي.))

نوموړي زياته کړه چې مونږ په مهمو او خاصو نقطو پام کوو، تر څو په هره طريقه چې وي افغانستان له ماتي سره مخ کړو او د دوی تهدید ته پاي ټکی کيږدو.

(( څه چې زه ويلی شم او پرې باوري يم.هغه دا دي چې مونږ له دوی څخه ډیر تجربه کاره يو. ښکاره ده چې زمونږ هڅه به دا وي چې افغانانو ته سخته ماتي ورکړو.که چيرې مونږ ښه لوبه وکړه، دوی مونږ ته بیا کوم زيان نه شي رسولی.))

د يادولو ده چې افغانستان او بنګله دېش کريکټ ملي لوبډلو ترمنځ په يوازينۍ ټيسټ لوبه د سپټمبر په پنځمه ڼېټه ترسره شي.او دا به لومړۍ ځل وي چې د دواړو هيوادونو ترمنځ ټيسټ لوبه ترسره کیږي.

هيره دې نه وي چې د بنګله ديش او افغانستان ترمنځ بيا ټوټل اته يو ورځنۍ سيالۍ ترسره شوي دي،چې پنځه بنګله دېش او درې افغانستان ترې ګټلي دي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ بيا څلور شل اوريزې لوبې ترسره شوي دي، چې درې افغاستان او يوه بنګله دېش ګټلي ده.

د مهدي حسن په وينا چې زياتره وخت په شل اوريزه فارمټ کې افغان سپنرانو بنګله ديشي توپ وهونکو ته ستونزې جوړې کړي دي.خو دا ځلې ټيسټ بېل فارمټ دی او د دې فرمټ سيالۍ اکثره وخت د توپ اچوونکو په ګټه نه وي.

عزیزالله عزيزي