fbpx

ټرمپ: له افغانستانه د ځواکونو ویستلو لپاره بیړه نه لرم

خبریال وېبپاڼه / ۲۶ اګست ۲۰۱۹- د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ ویلي، چې بېړه نه لرم او اوسمهال له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو لپاره هېڅ زماني مهالوېش نشته.

ښاغلي ټرمپ دا خبرې نن دوشنبه(اګست ۲۶) په فرانسه کې د جي ۷ هېوادونو د مشرانو د غونډې په څنده کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې روانو خبرو اترو ته په اشارې له خبریالانو سره څرګندې کړې.

نوموړي وویل: «له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو لپاره زماني مهالوېش نشته. هرڅه چې دي، بیړه نه لرو.»
بلخوا د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد قطر ته تللی او هلته په دوحه کې له طالب استازو سره د سولې په نهم پړاو خبرو بوخت دی.

د سولې نهم پړاو مذاکرات چې امریکا او طالب دواړو لوریو پکې یوې هوکړې ته د رسېدو خوشبینۍ وړاندې کړې، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل یې د بحث یوه مهمه برخه ده.

همدارنګه بین الافغاني مذاکرات، تلپاتې اوربند او د طالبانو له لوري دا ضمانت چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه استعمالېږي، د امریکا او طالب استازو ترمنځ د روانو مذاکراتو نور عمده مسائل دي.
تردې وړاندې ولسمشر ټرمپ ویلي و، چې له طالبانو سره د سولې تر هوکړې وروسته به له افغانستانه امریکايي ځواکونه وباسي؛ خو هغه مهال یې هم د مهالوېش په اړه څه نه و ویلي.

نوموړي هغه وخت هم په یوه غونډه کې وویل: «ځينې ښه خبرونه په لاره دي، تاسوی وینئ چې څه روان دي او زه تاسو ته ویلای شم چې دا یو تضمین دی، ځکه موږ له نږدې ۱۹ کلونو څخه په افغانستان کې یو او هغوی د لومړي ځل لپاره د سولې یوه هوکړه لیک ته د رسېدو لپاره له یو بل سره خبرې کوي، که دا کار وشي، موږ خپل خلک بېرته خپلو کورونو ته راستنوو. وبه ګورو چې څه پېښېږي، خو هغوی(امریکايي او طالب استازي) لومړی ځل دی چې جدي مذاکراتو ته داخل شوي. نو په دې اساس فکر کوم چې د یوې بهرنۍ پالیسۍ پر اساس کار په ډېره ښه توګه ترسره کوو.»

بلخوا بیا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له ځینو رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې موږ هڅه کوو چې د سولې په نهم پړاو مذاکراتو کې یوې هوکړې ته سره ورسېږو؛ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل هم دغه پړاو مذاکراتو یوه برخه ده؛ خو دا چې څنګه به پرې بحث کوي او له کومې لارې به هوکړې ته رسېږي معلومه نه ده.

په دې وروستیو کې د مذاکراتو دواړو لوریو د هوکړې لیک د لاسلیکولو تمې څرګندې کړې؛ خو ټرمپ یوځل بیا د جې ۷ هېوادونو د غونډې په څنډه کې د افغانستان په اړه هغه تېرې توندې خبرې تکرار کړې.
ده وویل: «په حقیقت کې له هرڅه مخکې موږ په افغانستان کې سوله ساتی رول لرو. په ډېره لنډه موده کې د دغه هېواد په جګړه بریالي کېدای شوای، خو موږ نه غواړو لس میلیونه کسان ووژنو.»

له نږدې لسو میاشتو راهیسي د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي، چې له یوې خوا د سولې د هوکړه لیک په اړه خوشبینۍ او له بلې خوا له د دغو خوشبینو پروړاندې د ټرامپ څرګندونې ښايي دا پروسه نوره هم اوږده کړي.