fbpx

د پې ټي اېم مخکښ غړی عبدالحی نامعلومو کسانو له ځان سره بیولی دی

خبریال وېبپاڼه / ۲۷ اګست ۲۰۱۹ د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی ډاکټر عبدالحی وزیر نن د نامعلومو کسانو لخوا نیول شوی دی.

عبدالحی یو ډاکټر او د پښتون ژغورنې غورځنګ کلک ملاتړی وو، د همدې پېښې په تړاو د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې نږدې سرچینې خبریال ډاټ کام ته وویل، چې پاکستاني پولیسو په حیات آباد کې د عبدالحي وزیر پر کور چاپه اچولې ده.

سرچینه وايي، چې پولیسو تر نیولو وروسته نوموړی د ریاست استخباراتي نامعلومو کسانو ته، چې شخصي جامې یې په تن وې، سپارلی دی.

سرچینه زیاتوي، چې ډاکټر عبدالحی د پولیسو په هېڅ یوه پوسته کې نشته او یوه نامعلوم ځای ته لېږدول شوی دی.

پاکستاني پوځ تر دې وړاندې هم د پي ټې اېم لسګونه غړي په یوه او بله پلمه نیولي او په غیر قانوني توګه یې زندانونو ته اچولي دي.

دا چې د ډاکټر عبدالحی د نیول کېدو په اړه د پي ټي اېم د مشر منظور پښتون او نورو غړو غبرګون څه وي، تر اوسه په اړه معلومات نه لرو؛ خو تر دې مخکې د پاکستاني پوځ د دغه ډول کړنو او ځورونو د افشاء کولو او پر هغوی باندې د فشار راوړلو په موخه په اروپا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو او ملاتړو لخوا د پراخه احتجاجونو د ترسره کولو خبر ورکړل شوی و.

روح الله زهیر

Your SEO optimized title page contents