fbpx

نجيب الله ځدراڼ د کارابین سیالیو لپاره ویسټ انډیز ته روان شو

خبریال وېبپاڼه / ۲۷ اګست ۲۰۱۹ -.د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې مشهور چپ لاسی توپ وهوونکی نجيب الله ځدراڼ د ويسټ انډيز په کورنيو سيالیو کې د سنت لوشيا سټارز لوبډلې سره يو ځای شو.

ويل کيږي چې نوموړی به د ( سي پی ايل ) نيمايي پړاو سيالیو کې ولوبيږي.

نجيب الله ځدراڼ له دې وړاندې د کاناډا په کورنيو ګلوبل شل اوريزو سيالیو کې هم اخيستل شوی و، خو نوموړي د ويزې د ستونزې له کبله پکې ګډون ونشو کولی.

د يادولو وړ ده چې نجيب الله ځدراڼ د افغانستان کريکټ ملي لوبډلې لپاره ۶۴ يو ورځنۍ لوبې کړي او ۱۵۰۰ منډې يې جوړې کړې دي.

دغه شان يې په ۵۰ شل اوريزو لوبو کې ۷۶۱ منډې جوړې کړي دي ياده دې وي چې نوموړی نن د ويسټ انډیز په لورې روان شو او د خپلې لوبډلې سره به يو ځای شي.

هيره دې نه وي چې په (سي پي ايل ) سيالیو کې به د افغانستان لخوا ظاهرخان هم د جاميکا تالاواز لوبډلې په ګټه لوبې ترسره کړي. نوموړي په نيلامۍ پړاو کې د يادې لوبډلې لخوا اخيستل شوی و.

اووم پړاو (سي پي ايل) يا کارابين پريمير ليګ سيالۍ به د راتلوونکي سپټمبر مياشتې په څلورمه نېټه پيل او د اکتوبر تر دوولسمې نېټې به دوام وکړي.

عزیزالله عزيزي

Your SEO optimized title page contents