fbpx

پورې دروازې – لنډه کيسه

خبریال وېبپاڼه / ۲۷ اګست ۲۰۱۹ ـ اوښکه راغله، د مېز پر سر د پراته مبایل د سکرين پر عکس ولګېده. یو چا وویل :یوه پوښتنه.

نجلۍ په بېړه پورته وکتل، زوړ استاد يې تر څنګ ولاړ و. نجلۍ مخ واړاوه، پر سترګو يې لستوڼۍ تېر کړ. استاد د مېز پر سر پنډ کتاب کېښود، نجلۍ ته مخامخ پر څوکۍ کېناست. د تلیفون سکرین ته يې وکتل، په عکس کې يوه ځوان خندل. استاد ورو وویل:

ـ درباندې ګران دی؟

نجلۍ سرې سترګې ور واړولې. غریو واخيسته:

ـ هو.

ـ او ته؟

نجلۍ په زوره سلګۍ کړه، وارخطا يې شاوخوا وکتل، د پوهنتون کتابخانه تشه وه، ليرې یوې محصلې کتاب کوت، یو بل ځوان پر دېوال را ځړېدلې نخشې ته کتل. بېرته يې استاد ته مخ ور واړاوه، په سرو سترګو کې يې نا امېدې ګډه وه.

استاد وویل:

ـ له ګرانښته دي خبر کړی؟

نجلۍ په غریو کې وویل:

ـ هو. خو راته ګورې لا نه. یوازې کله کله یوه خبره راته وکي، وخاندې، مخ رانه واړوي.

استاد وویل:

ـ نه ارزې، هېر يې که.

د نجلۍ سر وځړېد:

ـ له وسه مې تېره ده. له خوب، خوراک، درس، کار او ژونده يې ايستلې یم. ذهن مې نا ارامه دی. شپه او ورځ همدې عکس ته ګورم.

غلې شوه، سر ته يې غبرګ لاسونه ونيول، اوف يې کړل:

ـ لېونۍ کېږم.

استاد سړه سا وايسته. ويې ویل:

ـ ته یوازې په خیال میینه يې. حقیقت دا دی چې دا ځوان هېڅ موجود نه دی. نه شته.

نجلۍ پورته وکتل:

ـ شته. هره ورځ يې په پوهنتون کې وینم، پټ پټ ورته ګورم. ژاړم.

استاد د مېز پر سر د نجلۍ ايښي مبایل ور وښویاوه، عکس ته يې وکتل، د ځوان غومبری د نجلۍ په اوښکه لوند و. خندل يې.

استاد وویل:

ـ دا نو نه سره کېږي، ته ژاړې، خو دی خاندي.

نجلۍ په حيراني زاړه سړي ته کتل.

استاد ورو وویل:

ـ که يې ستا غوندې درپسې ژړلی، و، خو اوس نشته.

نجلۍ هماغسې حيرانې سترګې ورته نیولې وې.

استاد وویل:

ـ د دې ځوان کوم خوی دي ډېر ځوروي؟

نجلۍ غریو واخيسته:

ـ بې تفاوته دی. ارزښت نه راکوي. ماته وګوري، نورو نجونو ته ور وګرځي. خبرې ورسره کوي، خاندې، زړه مې وخوري.

استاد وویل:

ـ د دې ځوان په زړه کې څه، په فکر کې يې هم نه يې، یوازې ستا له ځورېدا خوند اخلي. دې رنګه کسانو ته یوازې دا خوند ورکوي چې په چا ګران وي، ځان با ارزښته ورته ښکاري. فکر کوي چې یو څه یم، بل راپسې مړ دی، خو هېڅ هم نه دي.

غلي شو، ويې ویل:

ـ ځانته اهمیت ورکه، څه فايده، د دې ځوان په مينه کې به مړه يې، خو دی به خبر هم نه يي. هر هغه څه هېر که چې دا سړی دی ذهن ته درولي.

استاد ولاړ شو. ورو يې وویل:

ـ هر څوک په دې نه ارزي چې غرور ورته مات کړې، چاته چې بې ارزښته يې، له ژونده يې وباسه. ويې ازمایه، نا ممکنه نه ده. هر څوک ستا د درلودلو لیاقت نه لري.

استاد نجلۍ ته نږدې د کتابونو المارۍ ته ودرېد.

نجلۍ چورت یووړه، بيا يې تیلفون ور واخيست. اول يې له سکرینه اوښکه پاکه کړه، فیسوک ته لاړه، د ځوان پاڼه يې خلاصه کړه، د بلاک پر ځای يې ګوته کيښوده. شېبه وروسته يې له هماغه ځايه استاد ته تليفون ونیو. استاد ور وکتل، د نجلۍ پر شونډو موسکا پرته وه. د تليفون پر سکرين د ځوان د عکس پر ځای غټ ليکل شوی و.

په ژوند کې ځينې دروازې باید بېرته پورې کړو. د تل له پاره.

پای

لیکوال: نصیراحمد احمدي