fbpx

د بابونه بوټي څو حیرانوونکې روغتیايي ګټې

خبریال وېبپاڼه/ ۲۷ اګست ۲۰۱۹ – زرګونه کاله وړاندې مصریانو له بابونه بوټي څخه د جسدونو په مومیایي کولو کې ګټه اخېسته؛ خو نن ورځ د نړۍ خلک بیا له دې بوټې څخه د شین یا تور چای په توګه ګټه اخلي او څيښي یې. بابونه سربېره پردې چې په زړه پورې خوند لري، په خپل ځان کې په زیاته پیمانه انتي اکسیدان هم لري، چې د انسان پر روغتیا باندې یې باید له مثبتو اغېزو سترګې پټې نه کړو. د دغه بوټي ځینې روغتیايي ګټي په دې ډول دي:

۱ آرام بښوونکی او د بې خوبۍ ښه درمل

له بابونه بوټي څخه له ډېر پخوا نه د بې خوبۍ په درملنه کې کار اخېستل کېده او د ورځې په اوږدو کې د آرامتیا د رامنځته کولو له خاطره خلکو ته ډېر په زړه پورې و او استفاده یې ترې کوله. بابونه د پام وړ «آپي جنین فلاونوئید» لري، چې دغه ماده د مغز د «بنزودیازپین» له آخذو سره یوځای کېږي او له دې سره سړی زښت زیات آرامه کوي.

۲ د غاښونو د ورستېدو، د خولې د زخمونو او د اوریو
د پړسوب مخه نیسي

ثابته شوې چې د بابونه بوټی د اوریو د پړسوب، د خولې د زخمونو او د غاښونو د تورېدو او ورستېدو په درملنه کې زیات اغېز لري. ځینې دا سپارښتنه کوي، چې کله د غاښونو د اوریو پر پړسېدلې یا اوبه اخیستي ځای د بابونې یوه لمده پاڼه کېښودل شي، نو ډېر زر به یې درد آرامه کړي.

۳ د ښځو د میاشتنۍ ناروغۍ د زور اخېستو مخنیوی

ګڼو څېړنو او مطالعو دا تایید کړې، چې د بابونه ایشول شوې پاڼې د ښځو د میاشتنۍ ناروغۍ د اوږدېدو او زور اخېستو د مخنیوي په برخه کې د لید وړ اغېز لري. په دې اړه د ۲۰۱۰ کال په ترسره شویو مطالعاتو کې راغلي و، چې د بابونې چای یوه میاشت وڅېښل شي، نو میاشتنۍ ناروغي، درد او له هغه څخه رامنځته شوي تشویشونه او پرېشانۍ به ختمې کړې.

۴ د پوست لپاره د بابونه بوټې ګټې

د بابونې بوټۍ د سوزېدلې پوست د درد په آرامولو کې هم د لید وړ اغېز لري. که څه دغه بوټی د هیدرو کورتیزون کریمو په پرتله کم اغېز لري؛ خو د بابونې بوټی د پوست د جزوي سوزېدنې، لمر سوزېدنې په درد او له هغه څخه د رامنځته شوې لکې په بېرته جوړولو کې ډېر اغېزمن دی.

۵ زخم ډېر زر رغوي

له بابونه بوټي څخه موضعي استفاده کولای شي، چې زخم ډېر زر روغ کړي. څېړنو ښوودلې، چې په بابونه کې شته مواد کولای شي، ویروسونه او باکتریاوې لمنځه یوسي او د زخم له پراخېدو او وخیم کېدو سره مبارزه وکړي. د بابونې بوټي د اغېز معلومولو لپاره دغه بوټی د حیواناتو پر زخمونو و ازمایل شو. په دې آزمايښت سره معلومه شوه، چې بابونه د زخمونو په درملنه کې ډېر چټک اغېز لري: «د بابونه بوټي تر درملنې لاندې ژوي له نورو ژویو څخه نهه ورځې وړاندې روغ شول.» دا بوټی د انسانانو د زخمونو په رغولو کې هم ورته اغېز لري.

۶  د زړه په روغ ساتلو کې د بابونه بوټي رول

قلبي ناروغۍ د امریکا په متحده آیالتو کې د مړینې د یوه عامل په توګه د خراب غذايي رژیم او د ژوند د نامناسبه سبک او د ارثي عواملو له امله مخ پر زیاتېدو دي. له نیکه مرغه د بابونې چای کولای شي، چې د زړه له روغ ساتلو سره مرسته وکړ. څېړنو ښوودلې چې بابونه کولای شي د ویني د فشار او همدارنګه د وینې د بد کلسټرول په راکمولو کې د لید وړ مرسته وکړي.

۷- د وېښتانو په تقویه کې د بابونې رول

د بابونې بوټي یوه بله ګټه او ځانګړنه دا ده، چې د وېښتانو له روغ ساتلو او تقویې سره زیاته مرسته کوي. همدارنګه د بابونې بوټي چای کولای شي، چې وېښتان مو تازه او ځلانده کړي. د بابونه بوټي له دغې ګټې څخه د استفادې لپاره باید پر شامپو د وېښتانو له مینځلو وروسته یوه اندازه بابونه پرخپلو وېښتانو واچوی او بیا یې پرخپل سر دومره وموښئ چې د وېښتانو تل یعنې د سر پوست ته ورسېږي. په دې سره به ستاسو د وېښتانو بیخونه ځواکمن او له تویېدو به یې مخه ونیول شي.

۸ – د ستونې د درد لپاره

د بابونې د ګرم چاي څښل د ستونې د درد او ریزش په راکمولو کې د لید وړ اغېز لري.
همدارنګه د بابونې وچ شوی پوډر کولای شي، چې د زخم، د پوستکي د شین والي او پر پوستکي باندې د وړو دانو یا تاوونو د را پورته کېدو په برخه کې د یوې درمل په توګه استفاده ترې وشي.

یادونه: ښځې باید د امیندوارۍ پرمهال د بابونې څای ونه څيښي او همدارنګه هغه څوک چې جراحي عملیات یې شوی وي، تر دوو اونیو پورې د دغې بوټې د چای له څېښلو باید ډډه وکړي.

ژباړه: روح الله زهیر